ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پوليس او يو وسلوال طالب ووژل شول

يو پوليس او يو وسلوال طالب ووژل شول

author avatar
1 Nov 2011 - 15:11
يو پوليس او يو وسلوال طالب ووژل شول
author avatar
1 Nov 2011 - 15:11

قلعه نو-فراه (پژواک ١٠ لړم ٩٠): په بادغيس او فراه ولايتونو کې د دوو بېلو نښتو په ترڅ کې يو پوليس او يو وسلوال طالب وژل شوي او يو بل طالب ټپي شوى دى.

نن سهار به بالامرغاب ولسوالۍ کې يو پوليس هغه مهال د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو، چې د تنخواه اخيستو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و.

د بادغيس د ملي امنيت د رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پوليس د بابي پوستې له لوري د ولسوالۍ مرکز ته روان وو، چې د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغى.

د هغه په وينا، په دغه کمين کې پوليس وژل شوى او وسله يې وسلوالو طالبانو وړې ده.

د بابي قوم يوه مشر غلام جيلاني پژواک خبري اژانس ته وويل: “د دغه پوليس مړى په سيمه کې وو، خلکو هغه ولسوالۍ ته يووړ.”

د يوه بل خبر له مخې، د فراه ولايت د فراه رود ولسوالۍ په بازار کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدغوث مليار پژواک ته وويل، چې نن سهار (د لړم ١٠مه) وسلوالو طالبانو د فراه رود ولسوالۍ پر بازار بريد وکړ، چې د پوليسو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو وسلوال طالب وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

د فراه رود ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي سراج الدين پژواک ته وويل: “پوليس پر وخت راغلل او طالبان وتښتېدل.”

د هغه په وينا، د يوه طالب مړى په سيمه کې پاتې وو او يو بل چې ټپي شوى وو، د پېښې له سيمې تښتېدلى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې مخکې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي وو، درې ټپيان او څلور نور ونيول شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.