ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بریتانیا له شارژدافیر سره د خیرخواه لیدنه؛ «پر مختللی او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی»

د بریتانیا له شارژدافیر سره د خیرخواه لیدنه؛ «پر مختللی او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی»

author avatar
8 Aug 2024 - 15:23
د بریتانیا له شارژدافیر سره د خیرخواه لیدنه؛ «پر مختللی او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی»
author avatar
8 Aug 2024 - 15:23

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر سره په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په تړاو غږېدلی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن (پنج‌شنبه، د زمري ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره د دغه وزارت د سرپرست خیرالله خیرخواه د لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په هېواد کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت، بشري مرستو، له اداري فساد او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

سرچینې لیکلي: «دواړو لورو په هېواد کې اوسنی وضعیت د تعامل، خبرو اترو، پراختیا او د اړیکو پیاوړتیا لپاره یو فرصت بللی او زیاته کړې یې ده چې یو باثباته او پر مختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې ونه کارول شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.