اسلام اباد (پژواک ١١ لړم ٩٠): د پاکستان د پېښور ښار په کارخانو مارکېټ کې د چاودنې له امله ١٣ تنه ټپيان شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
دغه چاودنه نن (د لړم ١١مه) غرمه مهال په شاوخوا دولسو بجو د ملک تاج په نامه د يوه ځايي سوداګر پر موټر شوې ده.
د پېښور د حيات اباد ښارګوټي د پوليسو د پوستې يوه افسر شېرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه الټو ډوله موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله مشهور ملي سوداګر ملک تاج له ١٢ نورو کسانو سره ټپي شوى، چې ټول نږدې حيات اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د حاجي مراد په نوم د کارخانو مارکېټ يوه سوداګر پژواک ته وويل، چې د چاودنې له امله د عامو وګړو لس موټر او يو شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي دي.
دى وايي چې ملک تاج هم ټپي شوى، خو د هغه ټپونه برسېرن دي.
د حيات اباد روغتون يوه کارکوونکي ډاکټر شاکر خان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ١٣ ټپيان ور وړل شوي، چې د دوو حالت خراب دى.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP