کابل (پژواک ١٨ لړم ٩٠): ولسمشر حامد کرزى نن له غرمې مخکې د يوه لوړپوړې پلاوي په مشرۍ د سوېلي اسيا د هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) په اولسمه سرمشريزه غونډه کې د ګدون په موخه د مالديف جمهوريت ته ستون شو.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ په راغلې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزى به سبا (پنجشنبې) د سارک سازمان په سرمشريزه غونډه کې د اسيا په سوېل کې د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو همکاريو د پراختيا پر لارو چارو او همدارنګه د سوېلي اسيا د هېوادونو تر منځ د امنيتي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه سفر په ترڅ کې به ولسمشر د مالديف له ولسمشر محمد نشيد او د ځينو نورو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخيزې ليدنې کتنې ولري او له هغو سره به د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او همدارنګه د سارک سازمان په چوکاټ کې د همکاريو په اړه خبرې وکړي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر حامد کرزى سره مالديف ته په دغه سفر او د سارک په سرمشريزه کې د ګډون لپاره، د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول او د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا ملګري دي.
د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان، چى د (سارک) په نوم ياديږي، د سوېلي اسيا د خلکو د سوکالۍ او د ژوند د ښه والي لپاره د همکاريو د کچې د لوړتيا په موخه په 1985 زېږديز کال کې جوړ شو.
په دغه سازمان کې اته هېوادونه: هند، پاکستان، بنگلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف، نیپال او افغانستان غړيتوب لري.
افغانستان په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.
د سارک سازمان په غړو هېوادونو کې تر يو ميليارد او څلورسوه ميليونه زيات وګړي ژوند کوي او نهه نور سازمانونه اوهېوادونه لکه: ایران، چین، جاپان، جنوبي کوریا، میانمار، استرالیا، موریشس، امریکا او اروپايي اتحاديه په کې د ناظرينو په توګه ګډون لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن