ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي کروندګرو د کوکنارو د کر ګواښ وکړ

د نادعلي کروندګرو د کوکنارو د کر ګواښ وکړ

author avatar
10 Nov 2011 - 14:34
د نادعلي کروندګرو د کوکنارو د کر ګواښ وکړ
author avatar
10 Nov 2011 - 14:34

لښکرګاه (پژواک ١٩ لړم ٩٠): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ كروندګر په خپلو ځمكو كې د كوكنارو د كر ګواښ كوي او وايي، كه دولت ورته د امنيت او د ژونداسانتياوې برابرې نه كړي، كوكنار به وكري.
دغه كروندګر چې شمېره يې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېده، نن د لړم په ١٩مه، د هلمند په مرکز لښكرګاه كې د ولايت د مقام مخې ته د دې لپاره راغلي وو، چې له چارواكو څخه د كوكنارو د كر اجازه واخلي.
خو د هلمند والي وويل، چې دوى به په هېڅ صورت كې كروندګرو ته اجازه ورنه كړي، چې كوكنار وكري.
خو لښكرګاه ته راغلو كسانو ويل، چې دوى به په هر قيمت چې وي، په خپلو ځمكو كې كوكنار وكري او كه يې مخالفت كېده، دوى به هم د دولت پر وړاندې په يو ډول نه يو ډول مخالفت لاس پورې كړي.
دوى دعوه کوي، چې تردې مهاله دولت له دوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده كړې او د ژوند له ټولو اسانتياوو څخه بې برخې دي، په سيمه كې يې امنيت نشته او ځوانان يې بې روزګاره دي.
د حضرت محمد په نوم د نادعلي ولسوالۍ د۳۱ غربي نومې سيمي اوسېدونكي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت دې لومړى دوى ته امنيت ټينګ كړي، كلينيكونه، ښوونځي، د څښلو او د ځمكو د خړبولو اوبه دې ورته برابرې كړي او بيا دې د دوى د كوكنارو مخنيوى وكړي.
د ده په وينا، تردې مهاله يې كوكنار نه دي كرلي؛ خو پوليس يې سيمې ته ورځي او خلك په دې نوم نيسي چې ګواكې کوکنار يې په ځمكو كې كرلي دي.
نوموړى وايي، چې پوليس نه يواځې كروندګر نيسي، بلكې ماشينونه او هغه وسايل چې دوى له څاګانو څخه د ځمكو د خړوبولو لپاره د اوبو راكښلو كار ترې اخلي، هم سوځولي دي.
د عبدالله شاه په نوم د سيمې يوه سپين ږيري پژواك ته وويل، چې دوى پرته له دې چې له دولت سره د مرستو او امنيت خبره وكړي، په خپلو ځمكو كې كوكنار كري او كه يې دولت مخنيوى كوي، دوى به د دولت د مخالفينو پلوي وكړي، په داسې حال كې چې په ياده شوې سيمه كې اوس هم د دولت د مخالفينو خوځښتونه شته.
د حاجي خالقداد په نوم د همدې سيمې بل اوسېدونكي وويل: ((موږ اړ يو چې په خپلو ځمكو كې كوكنار وكرو، ځكه غنم او نور كښتونه زموږ لګښتونه نه شي پوره كولاى او دولت هم له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده كړې.))
د ده په ادعا، په نادعلي، مارجې او نورو ولسواليو كې سيمه ييز پوليسو، قومي مشرانو او د ولسواليو د ټولنيزو شوراګانو مشرانو په سلګونه جريبه ځمكه باندې كوكنار كرلي دي؛ خو دولت يواځې بې وزلو خلكو ته درېږي او د كوكنارو مخنيوى يې كوي.
په همدې خلكو كې يو تن د ګرشك ولسوالۍ اوسېدونكي حاجي پاچا وويل، چې دوى په خپلو ځمكو كوكنار نه دي كرلي؛ خو پوليسو يې خلك بنديان كړي دي، كه يې دولت بنديان ورخوشې كړي، دوى هم ژمنه كوي چې په خپلو ځمكو كې به كوكنار ونه كري.
خو د هلمند والي محمدګلاب منګل وايي، چې سږ كال دوى د كوكنارو د مخنيوي لپاره جدي مبارزه پيل كړې ده او په هېڅ صورت كې به كروندګرو ته اجازه ورنه كړي چې كوكنار وكري.
نوموړي وويل، چې ټول هغه كسان كه دولتي وي او كه ملكي، د كوكنارو د كر په صورت كې به ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
منګل زياته کړه: ((كوم كسان چې همدا نن لښكرګاه ته راغلي دي او غواړي د كوكنارو د كر اجازه واخلي، ټول غاصبين دي او د دولت ځمكې يې نيولې دي.))
د والي په وينا، كه دغه كروندګر ژمنه وكړي چې په خپلو ځمكو كې به كوكنار نه كري، دوى به هم د هغوى لپاره د ژوند د هر ډول اسانتياوو د برابرولو هڅې پيل كړي.
د هلمند والي وايي، چې په دې ولايت كې ټولې ناامنۍ د همدې كوكنارو د كر له امله دي؛ په هغو سيمو كې چې كوكنار نشته، هلته امنيت ښه دى او د بيارغونې كارونه دوام لري.
نوموړي وويل، چې د دې كسانو له استازو سره د ليدو پر مهال له هغوى څخه غوښتنه وكړه، چې د كوكنارو له كر څخه لاس په سر شي.
دولتي چارواكي وايي، چې په دې ولايت کې يو ميليون او اته سوه زره دولتي ځمكه غصب شوې ده، چې له دې جملي څخه ۳۳زره جريبه ځمكه يواځې د تحقيقاتي فارمونو ده، چې اوس په ډېره برخه يې كوكنار كرل كېږي.
خو لښكرګاه ته راغلو كروندګرو بيا ويل، چې دغه ځمكې پر دوى په تېرو څو كلونو كې دولتي لوړ پوړو چارواكو پلورلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده دمخه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اداري او پلان جوړوونکي مرستيال محمد ابراهيم ازهر، هلمند ته په سفر کې ويلي و چې دغه ولايت د نړۍ په سلو کې ٥٣ ترياک توليدوي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې راغلي دي، چې افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه هېواد په سلو کې ٨٢ ترياک توليدول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.