پل علم (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالى کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ د نښتې له امله دوه پوليس ټپيان شول او د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن (د لړم ٢١مه) غرمه مهال هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس د تپه خان په سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.
د هغه په وينا، پوليسو له کمين څخه وروسته مقاومت وکړ، چې په پايله کې د هغوى دوه تنه ټپيان شول.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د جګړې او دوو پوليسو د ټپي کېدو د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې سيمې ته د مرستندويه پوليسو په لېږلو سره د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيول شو.
نوموړي وويل، ملا غوث الدين چې په دې ولسوالۍ کې يې د ماين په جوړولو او ورانکارو کړنو کې لاس درلود، د پوليسو له لوري ونيول شو.
روغ لېوني څرګنده کړه، چې دوه ژوبل شوي پوليس د لوګر ولايت پوځي روغتون ته راوړل شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د تپه خان سيمې يوه اوسېدونکي زبيرخان پژواک ته وويل: ((نږدې ماسپښين و، چې طالبانو له ځنګل څخه د پوليسو په رنجر موټر باندې بريد وکړ.))
وسله والو طالبانو هم د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او د هغوى دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه د خپل يوه قوماندان د نيولو په اړه څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم، د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان او ايساف د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې يو وسله وال طالب خپل ژوند له لاسه ورکړى او درې تنه نور ټپيان شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن