کندهار(پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) : د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځمکې په سر د دوو کورنيو تر منځ په شخړه کې دوه تنه ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.
پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په ناګهان سيمه کې پر دولتي ځمکه رامنځته شوې، چې دواړو اړخونو يې د ملکيت دعوه لرله.
د ناګهان سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عصمت الله د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوې کورنۍ غړو غوښتل پر دولتي ځمکه د اوبو راوېستلو لپاره برمه ووهي، چې بلې کورنۍ يې مخنيوى وکړ او لفظي شخړه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، وروسته د دواړو لوريو تر منځ وسلواله نښته وشوه، چې پکې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړى د دواړو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر لفظي شخړه شوې او وروسته په وسلواله نښته واوښته، چې د دواړو کورنيو دوه تنه پکې وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، په کومه ځمکه چې شخړه رامنځته شوې د دولت ملکيت دى، چې له امله يې دواړه لوري مجرم پېژندل شوي دي.
دى وايي، د ارغنداب ولسوالۍ سيمه ييزې ادارې په دې اړه اقدام کړى، پوليس يې سيمې ته د موضوع د څېړنې لپاره لېږلي او چې کله د ټپيانو روغتيايي حالت ښه شي، قانوني عمل به ورسره وشي.
په ارغنداب ولسوالۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې دا لومړى ځل دى، چې د دولتي ځمکې د ملکيت په سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځته کېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن