ترينکوټ (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): په اروزګان ولايت کې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله شپږو تنو وسلوالو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار په چورې ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې نښتې په ترڅ کې يو وسلوال طالب ووژل شو، دوه وسلوال طالبان او يو پوليس ټپيان شول.
د عايل په وينا، پوليسو تېر ماښام د ترينکوټ ښار اړوند د سرمرغاب په سيمه کې عمليات کړي، چې په پايله کې يې يو طالب وژل شوى او بل ټپي دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې پرون په چورې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه، خو کوم زيان يې نه درلود.
د يادو پېښو په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن