ترينکوټ (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د اروزګان امنيه قوماندانۍ د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون د دوو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په مهراباد سيمه کې د وسلوالو طالبانو او پوليسو تر منځ يو ساعته نښته رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييزو وتلى قوماندان قاري حيات الله له خپل يوه ملګري سره وژل شوى دى.
د ده په وينا، چې وژل شوي قوماندان په سيمه کې فعاليت درلود او پر کورنيو سرتېرو يې بريدونه ترسره کول.
فريد عايل وايي، چې پوليسو يو ميل کلاشينکوف، دوولس شاجورونه د پيکا مرمۍ، شپږ ريموټ کنټرولو، يوه کړۍ ماين او ځيني نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې نښته کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم په ترينکوټ ښار کې د يوې نښتې په ترڅ کې پوليسو او وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن