هرات (پژواک، ٢۸ تله ١٤٠٣): د هرات امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې ایران ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دې قولاردو د لسمې سرحدي لوا منسوبینو د یاد ولایت د کهسان ولسوالۍ مربوطاتو کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د ۵۵۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې سرحدي لوا د کشفي او استخباراتي منسوبینو له خوا د دغه ولایت د اسلامکلا بندر مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
سرچینې لیکلي، ټاکل شوې وه دغه څاروي د قاچاقبرانو له خوا ایران ته انتقال شي خو مخه یې نیول شوې او ورسره په تړاو دوه کسان نیول شوي او د څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP