کابل ( پژواک ٢٧ لړم ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزارت د پوځي تجهيزاتو د پلور په تړاو د ١١ تنو د نيولو او د دولت د شپږو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد شوي ١١ تنه تېره ورځ پوليسو د کابل ښار د درېيمې، اوومې ، پنځلسمې او نهمې امنيتي حوزې او شکردرې ولسوالۍ په اړونده سيمو کې نيولي دي .
سرچينې ويلي، چې نيول شوي کسان د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.
دغه راز سرچينه زياتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او یوتن ژوندى نیول شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې عملياتو کې ۶ میله کلاشینکوفونه، ۵ میله بېلابېلې وسلې، یو میل راکټ ، یو ډز ټوپ، ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۵ میله تومانچې او يوه اندازه مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، پوليسو دوه تنه د ماين ځاى پر ځاى کولو په تور د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د احمد بیګ په سیمه کې نیولي دي.
دغه راز سرچينه زياتوي چې پوليسو په هرات ، نيمروز او کندهار کې ۵ بوشکې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکې توکې، یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین او ۳۴ ډزه د ۸۲ ملی متری توپ مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن