ژبه

د پوځي تجهيزاتو د پلور په تړاو ١١ تنه ونيول شول

محمد فهيم عابد

۲۷ لړم ۱۳۹۰ - ۱۵:۵۹

۱۰۲ کتنې

کابل ( پژواک ٢٧ لړم ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزارت د پوځي تجهيزاتو د پلور په تړاو د ١١ تنو د نيولو او د دولت د شپږو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ.

 د کورنيو چارو وزارت لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد شوي ١١ تنه تېره ورځ پوليسو د کابل ښار د درېيمې، اوومې ، پنځلسمې او نهمې امنيتي حوزې او شکردرې ولسوالۍ په اړونده سيمو کې نيولي دي .

 سرچينې ويلي، چې نيول شوي کسان  د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.

 دغه راز سرچينه زياتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې  د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې  ۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوې او یوتن ژوندى نیول شوى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې عملياتو کې ۶ میله کلاشینکوفونه، ۵ میله بېلابېلې وسلې، یو میل راکټ ، یو ډز ټوپ، ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۵ میله تومانچې او يوه اندازه مهمات هم د پوليسو لاسته ورغلي دي .

 د سرچينې د معلوماتو له مخې ، پوليسو دوه تنه د ماين ځاى پر ځاى کولو په تور د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د احمد بیګ په  سیمه کې نیولي دي.

 دغه راز سرچينه زياتوي چې پوليسو په هرات ، نيمروز او کندهار کې   ۵ بوشکې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکې توکې، یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین او ۳۴ ډزه د ۸۲ ملی متری توپ مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي .