ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معيوب عتيق الله: زه شرمېږم، چې بل چا ته د خير لاس اوږد کړم

معيوب عتيق الله: زه شرمېږم، چې بل چا ته د خير لاس اوږد کړم

author avatar
20 Nov 2011 - 16:27
معيوب عتيق الله: زه شرمېږم، چې بل چا ته د خير لاس اوږد کړم
author avatar
20 Nov 2011 - 16:27

مهترلام (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د مهترلام ښار جامع جومات مخې ته له لرګيو جوړې کوچنۍ غرفه کې يو معيوب ځوان ټوله ورځ په دې تمه تېروي، چې ژوند يې پر چا بوج نه شي او پر خپله يو څه وګټي.

عتيق الله، چې ٢٣ کلن دى، د مرکزي کلي عمرزيو اوسېدونکى او له دوه کلنۍ راهيسې يې ښى لاس او دواړه پښې فلج شوې دي.

هغه د لړم په ٢٥مه د خپلې مور په حواله له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دوه کلنۍ کې ناروغ شوى او چې کله ورته د يوه کليوال له خوا پېچکاري شوې، نو حالت يې دغسې شوى دى.

عتيق الله، چې د معيوبيت درد يې ليدلى، په ميندو او پلرونو غږ کوي: ((ماشومانو سره ډېر احتياط وکړئ، په خپل سر او په هر چا ورته پېچکاري مه کوئ!))

 ډاکتران هم همدغه سپارښتنه کوي او خپلسرو درملو خوړل د بېلابېلو ناروغيو لامل ګڼي.

 د لغمان د عامې روغتيا په روغتون کې د ماشومانو متخصص ډاکتر سيد معصوم سادات د معلوماتو له مخې، په ډېره تبه کې پېچکاري لګول د فلج له لاملونو څخه ده.

د هغه په وينا، فلج په سخته تبه کې له پېچکاري سربېره په دماغ کې د مکروب د ټولېدو، د دوامداره زېړي تېرولو، د فشارلوړېدلو، د سر (کوپړۍ) په برخه کې د ضربې ليدلو او … له امله هم پيدا کېږي.

هغه دا هم وويل، چې که پېچکاري بېځايه په پښه او يا لاس کې ولګول شي، نو هماغه غړى له کاره ولېږي.

دغه ډاکتر سپارښتنه کوي، چې پېچکاري بايد د يوه مسلکي کس له خوا وشي.

 که فلج، له عتيق الله څخه سالم بدن اخيستى، خو همت او غرور يې له لاسه نه دي ورکړي.

هغه هر سهار ٨ بجې له کوره په څښېدو سړک ته راوځي او بيا په رېکشه کې تر خپلې کوچنۍ هټۍ راځي.

عتيق الله پوره زغم لري او وايي: ((دا د خدای (ج) امتحان دی او زه په دغه حالت باندې شکر باسم، ډېری داسې کسان شته، چې له ما څخه هم په بد حالت کې دي.))

دغه فلج ځوان د يوه معلم زوى دى، دوه وروڼه ترې مشران او جلا دي.

دوه نور وروڼه يې له ده کشران او زده کوونکي دي، درې خويندې لري او له خپل معلم پلار سره د دغې بې موره کورنۍ په چلولو کې مرسته کوي.

عتيق الله وايي، چې مشران وروڼه يې غريبکاره دي او ايله دومره کوي، چې خپلو ماشومانو ته خواړه پيدا کړي.

دکانداري که څه هم يو جنجالي کار دى او بيا د يوه معيوب لپاره، خو عتيق الله دغه کړاو ځکه قبول کړى؛ چې سوال ته په لاس غځولو شرميږي.

هغه وايي: ((زه شرمېږم، چې بل چاته د خير لاس اوږد کړم.))

نوموړى په دې وړه هټۍ کې خوراکي توکي او قرطاسيه پلوري، د ورځې تر ۲۰۰ افغانيو پورې ګټه لري.

هغه خير غوښتل د ټولو لپاره شرم ګڼي او وايي: ((هغه کسان چې په څلورو اندامونو روغ رمټ دي، خوبيا هم خيرات غواړي، هغوی دې له ما څخه عبرت واخلي.))

عتيق الله د پيسو په حسابولو کې هم ستونزه لري او دغه کار د مشتريانو په مټ کوي.

 د دغه معيوب ځوان لومړنۍ هيله روغ صحت دى او بيا په خندا د بل ارمان په اړه وايي: ((واده مې غټ ارمان دى.))

 عتيق الله خپل د دوکاندارۍ کار له ۵۰۰۰ افغانيو پيل کړی او اوس يې دغه پانګه نږدې ٣٠زرو افغانيو ته رسولې ده.

وحيدالله، چې دعتيق الله مشر ورور دی، د خپل ورور دغه حالت ته اندېښمن دى، خو وايي، چې له مجبوريته يې معيوب ورور کار کوي.

 هغه وايي: ((پلار مو سپين ږيرى دى، اقتصادي وضعه مو خرابه ده، موږ ورسره مرسته نه شو کولاى، مجبوره دى، چې پر معيوب ځان دوکانداري وکړي.))

 عتيق الله له خلکو سره ښه چلند کوي، همدې چلند يې خلک خپل ځانته رامات کړي دي.

د مهترلام ښار اوسېدونکی قاري واحدالله وايي، چې دى خپله سودا له عتيق الله اخلي.

هغه وايي، چې نور خلک هم بايد له عتيق الله څخه سودا واخلي، څو هغه تشويق شي.

محب الرحمن د عتيق الله ګاونډى دى.

هغه وايي، چې ټول کليوال د عتيق الله درناوى کوي او دا ځکه چې؛ هغه يو همت ناک ځوان دى.

که څه هم معيوبينو ته د اړوند رياست له خوا کلنۍ نغدي مرسته کېږي، خو هغه دومره نه ده، چې بسنه پرې وشي.

د لغمان د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رييس سيد عبدالبصير هاشمي د څرګندونو له مخې، پخوا هر معيوب ته د کال ٩٠٠٠ افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس دغه رقم ٢٢٥٥٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

عبدالبصير دا هم وايي، چې له دوى سره شاخوا ٢٥٠٠ معلولين او معيوبين ثبت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.