کوېټه (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د بلوچستان ايالت په دشت سيمه کې ناپېژاندو وسله والو په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو پر اکمالاتي موټرو بريد کړى، چې له امله يې درې کانټينر موټر سوځېدلي دي.
بريد نن (د لړم په ٢٩مه) له غرمې مخکې، وروسته له هغه د ناټو پر موټرو شوى دى، چې په يوه هوټل کې تر دمې وروسته کندهار ته روان وو.
د سيمې د پوليسو مشر محبت خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو پلټنو پر بنسټ، څلورو وسله والو چې په دوو موټر سايکلونو سپاره وو، په دشت سيمه کې په سامان وړونکو کانټينر موټرو بريد کړى او وروسته يې اور وراچولى دى.
دى وايي، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى؛ خو درې کانټينر په کې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
تر اوسه پورې د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او نه هم پوليسو ورسره د تړاو لرلو په تور څوک نيولي دي.
له تېرې يوې مياشتې را په دې خوا په بلوچستان کې دا لومړى ځل دى، چې بيا د ناټو پر اکمالاتي موټرو بريد کېږي.
تر دې وړاندې هم، له کراچۍ تر چمن پورې پر غځېدلې لاره د يادو شويو ځواکونو پر موټرو ورته بريدونه شوي، چې د ځينو پړه يې د پاکستان ځينو مذهبي توند لارو پر غاړه اخيستې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن