پل علم (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان نيول شوي او له هغو د ملي اردو يو رينجر موټر هم ترلاسه شوى دى.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو دوه مياشتې وړاندې له پل علم څخه د ملي اردو يو رينجر موټر له دوو سرتېرو سره تښتولى و.
د هغه په وينا، د ملي اردو دواړه سرتېري يوه ورځ وروسته د طالبانو له لوري وژل شوي وو.
روغ لېوني زياته کړه، چې دغه موټر تېره شپه د خروار ولسوالۍ د شمشېر په کلي کې له يوه کور څخه د عملياتو په ترڅ کې ترلاسه او دوه وسلوال طالبان هم ونيول شول.
هغه زياته کړه، چې له دغو کسانو دوه ميله پيکا، يو ميل کلاشينکوف او دوه پايې مخابرې هم نيول شوې دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د دوى د کشفي راپورونو له مخې ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو له دغه رينجر موټر خڅه په خپلو فعاليتونو کې ګټه اخيسته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP