ژبه

هلمند کې صنعت‌کاران د لاسي صنایعو پلور لپاره د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو غوښتنه کوي‎

لښکرګاه (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): هلمند کې یو شمېر صنعت‌کاران چې په خپلو کورونو کې لاسي صنایع تولیدوي، شکایت کوي چې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د پلور لپاره هیڅ ځانګړی مارکېټ نشته او امله یې د دوی توکي مناسب بازار نه‌ لري.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د مختار سیمې یوه اوسېدونکي عمران وویل، دوی په خپل کور کې د ماشومانو لپاره خولۍ، خامک غاړې، ښځینه جامي او یو شمېر نور توکې جوړوي، خو د ځانګړي مارکېټ نشتوالي له امله اړ دي په عام بازار کې یې په ټيټه بیه وپلوري.

هغه وویل: «اوس مونږ په کور کې خامک غاړې، څادرونه، ښځینه جامې، د ماشومانو د سر خولۍ او یو شمېر نور توکي جوړوو خو د ځانګړي مارکېټ نشتون له امله اړ یو په عام بازار کې یې په دوکاندارانو د هغوی د خوښې په بیه وپلورو.»

دغه راز، د لښکرګاه ښار د سیمټي سیمې اوسېدونکي نوید‌احمد وویل، د کورنۍ غړي یې په کور کې د لاسي صنایعو پر تولید بوخت دي، خو جوړ شوي توکي د مارکېټ نشتون له امله په کور کې پراته دي او هیڅ بازار نه ‌لري.

نوموړي وویل: «دا اوس مې خامکي غاړې بازار ته را وړې خو دوکاندارانو رانه په ډېره ټیټه وغوښتې، خرڅې مې نه‌کړې، تاوان مې کېده، اړ شوم بېرته یې کور ته یوسم.»

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویه ادارې دې د دوی تولیداتو ته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي څو په دې سره به هلمند کې د لاسي صنایعو کاروبار پراخ شي او خلکو اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.

ورته مهال، هلمند کې د اقتصادي چارو یو تن کارپوه اسدالله اندیال پژواک خبري اژانس ته وویل، لاسي صنایعو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړول او بازارموندنه ډېره اړینه ده؛ ځکه دغه ولایت کې په کورناستې مېرمنې د لاسي صنایعو د تولید برخه کې ښه مهارتونه لري او که حکومت یا مرستندویه ادارې ورته پاملرنه وکړي، دغه توکي به په سیمه‌ییزه کچه هم ښه بازار پیدا کړي.

هغه وویل: «حکومت ته په‌کار ده چې د لاسي صنایعو د تولیداتو ملاتړ وکړي، ترڅنګ یې مارکېټ ورته جوړ کړي او د بازار‌موندنې برخه کې یې کوټلي ګامونه واخلي چې د خلکو لاسي صنایع تر نړۍوالو مارکېټونه پوري ورسېږي.»

اندیال له حکومته غوښتنه وکړه چې دغو صنعت‌کارانو ته دې د کارونو د پراختیا په موخه د کوچنیو پورونو د ورکړې پروسه هم پیل کړي.

خو د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال مولوي فضل‌محمد فضلي پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي په دغه ولایت کې د هرې برخې صنعت ته وده ورکړي او لاسي صنایعو ته هم مناسب بازار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه: «په هلمند کې د لاسي صنایع لپاره زمونږ ریاست پلان لري چې په ښار کې ورته ځانګړی بازار جوړ کړي څو خلک خپل لاسي صنایع هلته په مناسبه بیه وپلوري.»

نوموړي زیاته کړه، د یاد مارکېټ جوړېدل هغه وخت ممکن دي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورته ځانګړی طرزالعمل ورکړي.