ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن به کابل ته ٥٠٠ ټنه ګاز راورسېږي

نن به کابل ته ٥٠٠ ټنه ګاز راورسېږي

author avatar
23 Nov 2011 - 10:52
نن به کابل ته ٥٠٠ ټنه ګاز راورسېږي
author avatar
23 Nov 2011 - 10:52

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، چې نن به ٥٠٠ ټنه ګاز له حيرتان څخه کابل ته راولېږدول شي او تر دوو اونيو به په کابل کې د ګاز بيه ٥٥ افغانيو ته راولوېږي.

له تېر کوچني اختر څخه مخکې په کابل کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده، خو په اختر او له اختره وروسته د يو کيلو ګاز بيه تر سلو افغانيو ورسېده.

وروسته د سوداګرۍ وزارت د يو کيلو ګاز بيه ٥٥ افغانۍ اعلان کړه، خو عملي نه شوه او وړمه ورځ د د دغه وزارت يو پلاوى د بلخ حيرتان بندر ته ولاړ او له سوداګرو يې تعهد واخيست، چې د يو ټن ګاز بيه له شاوخوا ١٢٨٠ ډالرو څخه ٩٢٠ ډالرو ته راټيټه کړي.

نن د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې يو کيلو ګاز په ٦٥ او ٧٠ افغانۍ، خو په ځينو سيمو کې تر ٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په حيرتان بندر کې په عمده ډول د يو ټن ګاز بيه ٩٢٠ ډالر ټاکل شوې او په دې کې د سوداګرو لپاره هم په يو ټن کې له ٥٠ تر سلو ډالرو ګټه په پام کې نيول شوې ده.

دى وايي، چې تر کابل پورې پر يوه ټن ګاز سل ډالر لګښت راځي او يادې ټاکل شوې بيې ته په پام سره، سوداګرو ته يو کيلو په ٥٠ افغانۍ لوېږي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه مهال په کابل ښار کې ګاز کم دى او بيې يې لوړې شوې دي.

 خو د ده په وينا، له دې امله چې له حيرتان څخه دوه زره ټنه ګاز کابل ته رالېږدول کېږي او ٥٠٠ ټنه به يې نن راورسېږي، په دوو راتلونکو اونيو کې به په کابل کې د ګاز بيه ٥٥ افغانيو ته راولوېږي.

ده وويل، چې هېواد ته له ترکمنستان څخه د سوداګرو له خوا د ګاز د رالېږد لړۍ هم روانه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.