کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٠): د سلواکيا هېواد يو ديپلومات جان کوبيس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وټاکل شو.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا د ليندۍ په درېيمه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اوسني استازي سټېفن ډيميسټورا دنده د روان زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېږي.
ډيميسټورا د اروپايي هېواد سوېډن اوسېدونکى دى.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سټېفن ډيميسټورا ستاينه کړې، چې په افغانستان کې يې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ډيميسټورا په ډېره ستونزمنه سيمه او په سختو حالاتو کې خپله دنده ترسره کړه.
سټېفن ډيمسټورا دوه کاله مخکې د ٢٠١٠ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې خپله دنده په افغانستان کې پيل کړې وه.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له ولسمشر حامد کرزي سره د يوې ټيلېفوني اړيکې پر مهال په کابل کې د خپل نوي استازي د ګومارلو په اړه مشوره کړې وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوى ځانګړى استازى جان کوبيس د نومبر په ١٢مه، په ١٩٥٢زېږديز کال کې زېږېدلى دى.
هغه له دې مخکې له ٢٠٠٩زېږديز کال راهيسې د اروپا لپاره د ملګروملتونو د اقتصادي کمېسيون د سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.
دغه راز جان کوبيس له ٢٠٠٦ زېږديز کال څخه تر ٢٠٠٩ زېږديز کاله پورې د سلواکيا د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم پاتې شوى دى.
نوموړي په ديپلوماتيکي او سفارتي برخو کې شاوخوا ٣٠ کلنه تجربه لري او په يو شمېر نړيوالو ادارو کې يې هم دندې ترسره کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن