Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د جګړې پر ضد په بن کې زرګونه تنه لاريون کوي

author avatar
3 Dec 2011 - 14:34
author avatar
3 Dec 2011 - 14:34

بن  (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠ ) : ټاکل شوې ده ، چې نن د جرمني په بن ښار کې زرګونه کسان په افغانستان کې د جګړې پر ضد لاريون وکړي.

دغه لاريون، چې نن دليندۍ په ١٢مه، د جرمني په وخت له غرمې وروسته ترسره شي، د جرمني د حکومت دهغه اپوزيسيون ګوند له خوا په لاره  اچول کېږي، چې په افغانستان کې   د روانې جګړې مخالف دي.

په جرمني کې اوسېدونکي يوتن افغان امر الله خروټي، چې په  همدې لاريون کې د ګډون په موخه راغلى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لاريون کې د ګډون په موخه، ګڼ شمېر افغانان هم دجرمني له نورو ښارونو څخه راغلي دي.

د هغه په وينا، په دې لاريون کې ګډون کوونکي جرمنيان، چې ډېرى يې داپوزيسيون غړي دي، په لاريون کې به له افغانستان څخه د جرمني سرتېرو د وتلو غوښتنه هم کوي.

جرمني په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې پنځه زره سرتېري لري ، چې دافغانستان په شمال کې مېشت دي او تر اوسه يې شاوخوا ٥٥ سرتېري وژل شوي دي.

امرالله وايي چې په دې لاريون کې به څلور زره کسان ګډون کوي او د بن ښار پوليسو ددوى لپاره د لاريون ځانګړي ځايونه په نښه کړي  او کلک امنيتي تدابير يې هم نيولي دي.

بلخوا ټاکل شوې ده ، چې نن له غرمې وروسته په بن کې دافغانستان او جرمني د بهرنيو چارو  وزيران د بن د غونډې په اړه په يوه خبري غونډه کې معلومات په ډاګه کړي.

  د روان زېږديز کال ددسمبر مياشتې په ۵مه  د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ يږي ، چې په کې شاوخوا د سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

 په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.

Views: 2

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.