کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د ملګرو ملتونو سازمان به خپلو مرستو ته له افغانستان سره، افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد په لړ او له ٢٠١٤کاله وروسته هم دوام ورکړي.
دغه مطلب د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون په هغې مېلمستيا کې څرګند کړ، چې تېر ماښام د المان د بهرنيو چارو د وزير له خوا د بن کنفرانس د ګډون کوونکو په وياړ د پټرسبورګ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه: ((زه له سيمه ييزو مرسته کوونکو او نړيوالې ټولنې غواړم، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په ګډه د افغانستان د خلکو د سولې د ټيګښت، اقتصادي پراختيا او نيکمرغۍ لپاره هڅې وکړي.))
له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پيل او ټاکل شوې، چې د ٢٠١٤کال تر وروستيو بشپړه شي.
د المان د بهرنيو چارو د وزير په ياده مېلمستيا کې د ولسمشر حامد کرزي سربېره، د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي بانکي مون او د نړۍ د هېوادونو لوړ پوړو استازو هم ګډون درلود.
د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ستروله په دې ناسته کې وويل، چې د بن په نړيوال کنفرانس کې به د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ نوى بنسټ کېښودل شي.
هغه وايي: ((افغانستان له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري، موږ بايد د تاريخ تېروتنه تکرار نه کړو، له همدې امله زه د افغانستان خلکو ته د روښنايۍ پيغام لرم، چې موږ له تاسو څخه ملاتړ ته دوام ورکوو.))
د المان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې په افغانستان کې نيکمرغي او سوله نه يواځې د دغه هېواد په ګټه، بلکې د سيمې او نړۍ په ګټه هم دي.
هغه زياته کړه، چې په ٢٠١٤کال کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د شتون د پاى ته رسېدو په معنا نه ده.
ګيدو ستروله زياته کړه: ((موږ افغانستان تر ٢٠١٤کال وروسته نه هېروو، د دغه هېواد په بيارغونه او پراختيا کې به پاملرنه وکړو او سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې به خپلو اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکړو.))
وروسته د هېواد ولسمشر حامدکرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې ترڅنګ چې المان يې د افغانستان د خلکو يو پخواني دوست وباله ويې ويل، چې المان يو ځل بيا د افغانستان په اړه د يوه مهم کنفرانس کوربه توب پر غاړه لري.
نوموړي له شاوخوا سلو هېوادونو او نړيوال سازمان، چې د بن په دويم کنفرانس کې ګډون کوي، وغوښتل، چې له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې، په خاصه توګه د ٢٠١٤ او ٢٠٢٤ کلونو ترمنځ اعلان کړي.
ولسمشر وويل: ((موږ به د افغانستان په دولتي نهادونو کې د اصلاحاتو په راوستو کې ژمن و اوسو او د سولې د پروسې په پرمخ وړلو کې به، چې د افغانانو له خوا رهبري کېږي، هڅه وکړو.))
په بن کنفرانس کې به د يو لړ مسايلو لکه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ په اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو مرستو او د افغانستان له دولت سره د وسله والو مخالفينو پر پخلاينه خبرې وشي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن