کابل (پژواک ١٩ليندۍ ٩٠): د جګړې د قربانيانو لسګونو پاتې کسانو په کابل کې پر لاريون لاس پورې کړ او د وروستيو درېيو لسيزو د جګړې د جنايتکارانو د محاکمې غوښتونکي شول.
دغه لاريون چې نن (د ليندۍ ١٩مه) په کابل ښار کې د ډيسمبر د لسمې، يعنې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د عدالت غوښتونکو د ټولنې له خوا پر لار اچول شوى و، په هغې کې يو زيات شمېر ښځو هم ګډون درلود.
دغه لاريون د سهار په ٩:٣٠ د کابل ښار د صدارت له څلورلارې څخه پيل شو، چې تر يوه ساعت لاريون وروسته د ده افغانانو په سيمه کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېد.
هغوى د جنګي جنايتکارانو پر ضد شعارونه ورکول او د عمومي عفوې د قانون د لغوه کېدو غوښتونکي شول.
لاريون کوونکو، چې د تېرو درېيو لسيزو جګړو د قربانيانو انځورونه او شعارونه يې له ځان سره لېږدول، په تېرو درېيو لسيزو کې د ډله ييزو وژنو د عاملينو د پېژندنې غوښتونکي شول.
د افغانستان د عدالت غوښتونکو ټولنيز انجمن رييسې ويدا احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نننى لاريون د جنګي جنايتکارانو د محاکمې په موخه پر لاره اچول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نن هم په افغانستان کې جنايتونه په بېلابېلو بڼو دوام لري او د قربانيانو کورنۍ د جنايتکارانو د محاکمې غوښتونکي دي.
احمد زياته کړه: ((زموږ موخه د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتونکي دي، چې د ثور په اوومه اواتمه، د طالبانو په دوره او د امريکا او د متحدينو تر راتلو وروسته د خلکو د عامه وژنې او جنايتونه د جنايتونو لامل شوي دي.))
د افغانستان د عدالت غوښتونکو د ټولنيز ارګان رييسې وويل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په ناوړه بڼه تردې دمه هم دوام لري او تراوسه هم ښځې او ماشومان د بېلابېلو ظلمونو ښکار دي.
د دې لاريون يوې بلې ګډون کوونکې رها نوين ادعا وکړه، هغه کسان چې په درېيو لسيزو جګړه کې بېلابېل جنايتونه ترسره کړې دي، تراوسه هم د بهرنيانو په پراخ ملاتړ سره د قدرت په لوړو پوستونو کې دنده ترسره کوي.
هغې زياته کړه، چې د ډله ييزو وژنو او جنګي جرمونو يو شمېر عاملين، تراوسه هم د هېواد په دولت او پارلمان کې شتون لري او له زيات ځواک څخه برخمن دي.
مېرمن نوين په ځانګړي ډول د چا نوم وانخيست، خو ويې ويل: ((تر هغه چې جنګي جنايتکاران محاکمه نه شي، د ديموکراسۍ او عدالت تامين په هېواد کې ممکن نه دى.))
يوه بل لاريون کوونکي اجمل وويل، امريکا او ناټو ادعا کوي، چې افغانستان ته د عدالت د ټينګښت لپاره راغلي دي؛ خو ليدل کېږي چې هغوى د جنګي جنايتکارانو او د خلکو د وژنې په خاطر دلته راغلي دي.
هغه زياته کړه: ((امريکا او ناټو له خپلو افغاني همکارانو سره د چور لپاره افغانستان ته راغلي دي، نه له ترورېزم سره د مبارزې لپاره.))
دغه ځوان زياته کړه، چې بايد ټول جنګي جنايتکاران محاکمه شي او د معافيت کولتور له منځه ولاړ شي.
د دې لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو، چې د هغې په يوه برخه کې راغلي دي: ((موږ له دندو څخه د خلق او پرچم د حکومتونو، جهادي تنظيمونو، طالبانو او اوسني حکومت د دورو د جنايتکارانو د ژر تر ژره ګوښه کېدو غوښتونکي يو.))
د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي دي: “موږ د کشف شويو ډله ييزو قبرونو د څېړنې او د هغو د عاملينو د پېژندنې غوښتونکي يو او بايد ټول ډله ييز قبرونه کشف شي او د نوم ورکو، ورکو شويو کسانو په ياد بايد يو څلى جوړ شي او يو ه سيمه بايد د شهيدانو د هديرې په نامه ځانګړې شي.”
د افغانستان د عدالت غوښتونکو د ټولنيز بنسټ چارواکي وايي، چې دغه بنسټ په ٢٠٠٧ کال کې د جنګي جنايتکارانو پر ضد د لاريونونو په موخه جوړ شوى او هر کال د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت (د ډيسمبر لسمه) لاريونونه کوي.
د بشري حقونو نړيوال منشور د ١٩٤٨ کال د ډېسمبر په لسمه، د ملګرو ملتو سازمان د عمومي اسمبلۍ له خوا تصويب شو او تر هغې وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان له خوا دغه ورځ د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په نامه په رسميت وپېژندل شوه.
دغه ورځ هر کال د بېلابېلو سازمانونو له خوا د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو ځايونو او هېوادونو کې نمانځل کېږي.
دغه منشور چې د نړيوالې دويمې چګړې تر پاى وروسته تصويب شو، د انساني حقونو د بې قيده اوشرطه په رسميت پېژندنې په اړه د بشري ټولنې تر ټولو لوړه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن