خوست (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): په خوست ولايت کې د پنځو ولايتونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ نن ورځ پيل شوې.
د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو سياليو کې، چې اته ورځې به دوام ولري، د خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر منتخبې لوبډلې برخه لري.
ده زياته کړه، چې نن ورځ مازيګر په لومړۍ لوبه کې غزني د لوګر ولايت لوبډلې ته د يو ګول په ورکولو سره، ماتې ورکړه.
عزيز ملنګ وويل، پخوا به دا ډول سيالۍ د لوبغالي د نه شتون له امله له خاورو او ګردونو څه په ډکو ميدانونو کې ترسره کېدې.
ده زياته کړه، اوس د خوښۍ ځای دی چې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ په دې ولايت کې په نوي جوړ شوي او معياري لوبغالي کې ترسره کېږي.
په خوست کې د اولمپيک امريت وياند رحيم الله ګربز پژواک ته وويل، د پنځو ولايتونو ترمنځ د فوټبال د سياليو پيلېدل د دغه ولايت د لوبغاړو لپاره ښه زېرى دى.
هغه زياته کړه، چې له دې سياليو سره به د خوست اوسېدونکو ته د تفرېح زمينه مساعده شي او د دې سيمې لوبغاړي به له ښو لوبډلو سره سيالي وکړى شي.
د يادولو ده، چې په خوست کې د فوټبال په برخه کې زرګونه کسان په لوبو بوخت دي؛ خو دوی ګيله کوي چې مسلکی روزونکي نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن