هرات (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠): د ٢١ کيلومترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د جوړولو او پخولو چارې د فوايدعامې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د هرات په سوېل او ختيځ کې نن پيل شوې.
د هرات د فوايد عامې رييس حبيب الله تيموري پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې دغه دوه پروژې، چې په شينډنډ او انجيل ولسواليو کې پلي کېږي، د ٢٧٧ميليونه افغانيو په لګښت په راتلونکي يو کال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه وويل، لومړۍ پروژه په انجيل ولسوالۍ کې د نقره کلي د سړک جوړونه او پخول دي، چې د نهه کيلومترو په اوږدوالي او شپږ متره سور په درلودو سره د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې د منارونو تر سيمې پورې غځېږي.
د تيموري په وينا، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د خلکو او وسايطو تګ راتګ ډېر اسانه، په کم وخت او په لږ لګښت سره به ترسره کېږي.
د دې تر څنګ د هرات د فوايد عامې رييس وويل، چې د شينډنډ په ولسوالۍ کې هم د ١٢ کيلومترو په اوږدوالي او اته نيم متره سور په درلودو سره د يوه بل سړک د جوړولو او پخولو چارې پيل شوې دي.
دغه سړک د شينډنډ ولسوالۍ له مرکز څخه پيل او د دې ولسوالۍ په سوېل کې د قلعه رستم تر سيمې پورې، چې د هرات–کندهار لويه لاره له هغې تېرېږي، غځيږي.
په شينډډ کې د زابل سيمې يوه اوسېدونکي داوود خان پژواک ته وويل، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د ٦٣ کليو خلک، چې د ولسوالۍ په سوېل کې پراته دي، نېغ په نېغه ګټه پورته کړي.
هغه وويل: ((موږ په تېرو کلونو کې د شينډنډ ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د مطرح کولو په موخه له دولتي چارواکو او بهرنيانو سره په ګډه هڅه وکړه، اوس موږ له دولت څخه ډېر راضي يو چې بالاخره يې د دغه سړک د جوړولو چارې پيل کړې.))
داوود خان زياته کړه، چې دولتي چارواکو ژمنه کړې، چې د دغه سړک د پخولو چارې به، چې د ولسوالۍ مرکز له هرات ښار سره نښلوي او د هرات–کندهار لويې لارې ته ورګډه شوې، تر يوې بلې مياشتې پيل کړي.
هغه زياته کړه، چې شينډنډ د هرات تر ټولو لويه ولسوالۍ ده، خو تر اوسه د دولت او مرسته کوونکوهېوادو له خوا ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې او خلک يې په تمه دي، چې دولت به د شينډنډ ولسوالۍ د بنسټيزو چارو د بيارغونې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د هرات د فوايدعامې رييس ومنله، چې د شينډنډ ولسوالۍ له مرکز څخه د هرات-کندهار تر لويې لارې د غځېدلي سړک د جوړونې چارې، چې ٢٤ کيلومتره اوږدوالى لري، تر يوې راتلونکې مياشتې پيل کړي.
حبيب الله تيموري وويل، چې دغه پروژه د ايټاليا هېواد په مرسته ترسره کېږي، خو تر اوسه يې جزئيات نه دي څرګند.
د هرات ښار او د اوبې ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي اصلي ارتباطي سړک، چې ٥٠ کيلومتره اوږدوالى لري، د هرات-غوريانو سړک، چې ٦٥ کيلومتره اوږدوالى لري او د هرات–پښتون زرغون سړک، چې ٤٧ کيومتره اوږدوالى لري، جوړونه او پخونه هغه نورې پروژې دي، چې د تيموري په وينا، ټاکل شوې، په راتلونکي يوه کال کې پيل شي.
د روان کال د مني د موسم په لومړيو کې هم د ښار٢٠ کيلومتره سړک پخول د هرات د ښاروالۍ، د ايټاليا د ولايتي بيارغونې ټيم او د امريکا د پوځ له خوا په هرات کې پيل شول، چې تر اوسه دوام لري.
د هرات د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، چې د دغو سړکونو ١٥کيلومتره د ښاروالۍ له بوديجې، درې کيلومتره د ايټاليا د ولايتي بيارغونې ټيم او شاوخوا دوه نيم کيلومتره هم د امريکا په مرسته پخېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن