غزني ښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): د کابل–کندهار پر لويه لاره د غزني په قره باغ او مقر ولسواليوکې هغه دوه غټ پلونه له سره ورغول شول، چې نږدې درې کاله مخکې پر ماينونو الوځول شوي وو.
د غزني د فوايد عامې رييس انجنير قربان وايي، چې د قره باغ ولسوالۍ د عبدالله ګل پول او دغه راز د مقر د کمپنۍ پلونه د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوي دي.
نوموړي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پلونه نږدې درې کاله مخکې پر بمونو والوځول شول، چې له امله يې د کابل–کندهار لارې موټر چلوونکو ته زياتې ستونزې پيدا شوې وې.
د انجنير قربان په وينا، پر دغو پلونو د LBG کمپنۍ له لوري شاوخوا ٣٠٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او په شپږو مياشتو کې يې د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د قره باغ د عبدالله ګل پول دېرش او د کمپنۍ پول ١٨ متره اوږدوالى لري، چې تر نړېدو وروسته يې تر څنګ واړه استحکامي (فرعي) پلونه جوړ شوي وو.
د فوايد عامې رييس وايي، درېيم ستر پول د ګيلان ولسوالۍ مټي پول دى، چې د رغونې کار به يې تر يوې مياشتې پورې بشپړ شي.
د نوموړي په وينا، چې پر ياده لويه لار شاوخوا لس نور واړه پلونه هم د ماين د چاودنو له امله نړيدلي، چې په دې وروستيو کې يې د بيارغونې کار پيل شوى دى.
د کابل_کندهار د لارې چلوونکي هم وايي، چې اوس يې د تګ راتګ لاره اسانه شوې او په سفر کې يې ځنډ نه راځي.
د ميدان وردګو د سيداباد اوسېدونکى عبدالغفار، چې پر دې لاره بار وړونکې موټر چلوي، وايي، چې نړېدلو پلونو د لويو بار وړونکو موټرو تګ راتګ ستونزمن کړى دى.
دى وايي، په دې وروستيو کې د قره باغ او مقر په سيمو کې دوه لوى پلونه له سره جوړ شوي، چې زموږ ستونزې ورسره کمې شوې دي.
د هغه په وينا، پر دې لاره تر کندهاره پورې شاوخوا اوه لوى پلونه نړېدلي، چې له امله يې د دوى په سفر کې دوه ساعته ځنډ رامنځته کېږي.
دغه راز د محمد داوود په نوم يو تن، چې له غزني تر کندهار سراچه موټر چلوي، د پلونو له جوړېدو خوښي ښيي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې نړېدلو پلونو له يوې خوا په سفر کې ځنډ راته پيدا کړى او له بل لوري يې په ترافيکي پېښو کې زياتوالى راوستى دى.
د محمد داوود په خبره، چې په هر وران شوي پله کې په کال کې دوه يا درې ترافيکې پېښې رامنځته شوې، چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په ټوليزه توګه ټول چلوونکي د پلونو ورانول ناوړه کار بولي او له چارواکو غوښته کوي، چې پر لويو لارو وران شوي لوى او واړه پلونه له سره ورغوي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن