ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د يوه ستر او مجهز اسلامي مرکز د جوړېدو کار پيلېږي

په کابل کې د يوه ستر او مجهز اسلامي مرکز د جوړېدو کار پيلېږي

کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): ټاکل شوې ده چې په کابل کې د يوه ستر او مجهز  اسلامي مرکز د جوړېدو کار د سعودي عربستان د ٤٥ ميليونو ډالرو په مرسته نږدې درې مياشتې وروسته پيل شي.

 دغه مرکز (د ملک فهد د اسلامي مرکز او جومات) په نوم ياد شوى، چې د ٦٤ جريبه ځمکې په مساحت به د کابل په سوېل ختيځ کې د مرنجان په غونډۍ کې جوړ شي.

 د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعى الحق عابد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مرکز کې د ١٥زرو تنو په ځايښت د يوه اسلامي پوهنتون جوړول، په يوه وخت کې د ٥٠٠٠ لمونځ کوونکو د ځاى په درلودلو د يوه جامع جومات او د اسلامي تحقيقاتو د يوه مرکز جوړول په پام کې نيول شوي دي.

 عابد دغه مرکز د سيمې په کچه بې سياله وګاڼه او زياته يې کړه، چې  په دې اسلامي مرکز کې جوړېدونکى اسلامي پوهنتون به د هغه اسلامي پوهنتون په څېر وي، چې په مدينه منوره کې موقعيت لري.

 هغه زياتوي، چې دغه مرکز به د محصلينو لپاره يو روغتون او مجهزه ليليه هم ولري.

 د ده په وينا، ټاکل شوې ده چې د دې مرکز د جوړېدو کار به د راتلونکي لمريز کال په لومړيو کې پيل او د توافق پربنسټ تر راتلونکو درېيو کلونو پورې بشپړ شي.

 د حج او اوقافو وزارت مرستيال، د دې مرکز جوړښت د هېواد په هر ګوټ کې د جوماتونو د ملا امامانو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره ګټور وګاڼه، زياته يې کړه: ((د دې مرکز جوړښت به سل په سلو کې د ملا امامانو د ظرفيتونو په لوړولو او په جوماتونو کې ماشومانو ته د هغوى د تدريس په څرنګوالي کې مثبت رول ولري.))

 د هېواد يوه عالم مولوى شمس الرحمن فروتن، د دغه مرکز جوړښت د هېواد د عالمانو، خطيبانو او دعوتګرانو لپاره اغېزمن وباله، ويې ويل چې دوى په دې مرکز کې کولاى شي د نوې تکنالوژۍ په مرسته د دعوت له اصولو سره اشنايي پيدا کړي.

 هغه پژواک ته وويل چې ډېر ملا امامان د خطابت له اصولو او قواعدو سره بلدتيا نه لري او دې ته پام نه کوي، چې په څه وخت کې څه ډول خبرې وکړي؛ خو د دې اسلامي  مرکز په جوړښت سره به د هغوى د ظرفيتونو کچه لوړه شي.

 د فروتن په وينا، هغوى د خپلو ظرفيتونو په لوړوالي سره کولاى شي په اسلامي سيمينارونو او کنفرانسونو کې چې له هېواده بهر جوړېږي، له زيات اسلامي فهم او توانمندۍ سره ويناوې وکړي.

 دغه ديني عالم وويل: ((د دې اسلامي مرکز په جوړېدو سره، دې ته اړتيا نه  پيدا کېږي چې زموږ ځوانان پاکستان ته د علم په نامه لاړ شي او له هغې خوا ځانمرګي واسکټ سره زموږ هېواد وران کړي.))

 د يادونې وړ ده، چې تراوسه هم د هېواد له بېلابېلو برخو څخه يو شمېر ځوانان د ديني زده کړو لپاره ګاونډيو هېوادو په تېره بيا پاکستان ته ځي، چې هلته ځينو ته په ديني مدرسو کې پوځي زده کړې او د ځانمرګو بريدونو روزنه ورکول کېږي او بيا افغانستان ته رالېږل کېږي.

 د حج او اوقافو وزارت مرستيال وايي، چې د دې اسلامي مرکز تړون دوه کاله وړاندې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ترسره شوى و؛ خو د دې پروژې پلي کېدل، د دې سيمې د ځمکو د استملاک د ستونزو له امله وځنډېد، چې دا ستونزه د وزيرانو شورا د پرېکړې پربنسټ هواره شوې ده.

 هغه څرګنده کړه چې د دې اسلامي مرکز چارې، د سعودي عربستان د اوقافو له وزارت سره په همغږۍ وړاندې بېول کېږي.

 ويل کېږي چې په کابل کې د عربستان سفارت، د دې مرکز جوړونه د افغانستان د دولت وړانديز وګاڼه، چې دواړه لوري په دې اړه وروستۍ هوکړې ته رسېدلي دي.

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.