ګردېز (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): چارواکي وايي، چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا ١٢بجې د ايساف ځواکونو بې پېلوټه الوتکې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه.
د هغه په وينا، يادې بې پېلوټه الوتکې د تخنيکي ستونزې له امله د يادې ولسوالۍ په فيروز دښته کې بېړنۍ ناسته کړې دې.
نوموړي وويل، چې دغه مهال د الوتکې د ناستې سيمې ته پوليس رسېدلي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوى يوې بې پېلوټه الوتکې د پکتيا له مرکز ګردېز سره نږدې په يوه دښته کې ناسته کړې ده.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
خبرپاڼه کاږي، چې د الوتکې د ناستې ځاى ته د دوى ځواکونه رسېدلي او د بېرته رغېدو هڅه يې کوي.
د احمدابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک اژانس ته وويل، چې لومړى دغه بې پېلوټه الوتکه په هوا کې ګډه وډه الوتله او وروسته د دوى له سيمې سره نږدې وغورځېده.
د هغه په وينا، اوس په سيمه کې د ايساف چورلکې الوتنې کوي او دغه راز پوليس هم راغلي دي.
نوموړي وويل، چې دوى د چورلکو او پوليسو له وېرې سيمې ته نږدې نه شي ورتلاى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه الوتکه د دوى ملګرو ويشتې او راغورځولې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن