ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران او حزب‌الله په لبنان کې د پېجرونو چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده

ایران او حزب‌الله په لبنان کې د پېجرونو چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده

author avatar
18 Sep 2024 - 09:17
ایران او حزب‌الله په لبنان کې د پېجرونو چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده
author avatar
18 Sep 2024 - 09:17

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، تېره ورځ لبنان کې د «پېجرونو» چاودنو له امله د حزب‌الله لس تنه وژل شوي او په بیروت کې د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

پېجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي. هر پېجر د ټېلفون په څېر خپله ځانګړې شمېره لري.

بي‌بی‌سي د لبنان د روغتیا وزیر له قوله لیکلي چې لبنان کې د پېجرونو په چاودنو کې د حزب‌الله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان شوي چې د ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په راپور کې راغلي، حزب‌الله منلې چې په وژل شوو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ شامله ده او ایرانۍ رسنیو ویلي چې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.

لبنان کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مجتبی «برسېرن ټپي» شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي، ادعا کېږي چې چاودېدلي پېجرونه د حزب‌الله د غړو اړوند دي او حزب‌الله تایید کړې چې د هغوی لس کسان په کې وژل شوي دي.

د لبنان دولتي خبري اژانس دغه چاودنې بې‌‌ساری خصمانه ګام بللی، ویلي یې دي چې دغه چاودنې د بیروت سوېلي څنډه او نورو سیمو کې د «پرمختللې ټکنالوژۍ» په کارېدو سره شوې دي.

حزب‌الله ته یوې نږدې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د پېجرونو او ارتباطي وسایلو په چاودنو کې اسراییل لاس لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو بريدونو په غندلو سره د دې پړه پر اسراییلو اچولې ده. د دغه وزارت وياند وايي: «په لبنان کې د نن ورځې ترهګریز عملیات د صهیونیستي رژيم او د هغوی د لاسپوڅو له خوا ترسره شوي چې د ټولو اخلاقي او انساني اصولو، نړۍوالو حقونو په ځانګړې توګه د نړۍوالو بشردوستانه حقونو خلاف دي.»

اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 د لبنان روغتیا وزارت له ټولو خلکو چې "پیجر" ارتباطي دستګاوې لري، غوښتي چې په سملاسي ډول یې له ځانه لرې کړي.

د لبنان د حزب‌الله او اسراییلي ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې تېر کال د اکتوبر اوومه غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دوام لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.