ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: څلورو میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي

م.م: څلورو میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي

author avatar
18 Sep 2024 - 05:54
م.م: څلورو میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي
author avatar
18 Sep 2024 - 05:54

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): ملګري ملتونه وايي، د روان مالي کال په څلورو میاشتو کې د افغانستان عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلياو ٢٠٢٤ کال کې افغانستان لپاره د اړتیا وړ ۲٫۹ مېلیارد ډالرو مرستو  ۲۴٫۹ سلنه برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش، د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان مالي کال په څلورومیاشتو کې د دغه هېواد عواید یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلي دي چې، د تېر کال پرتله یې ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

راپور کې راغلي چې د افغانستان ګمرکي عواید د تېر کال پرتله له دوه سلنه کموالي سره مخ شوي دي.

 سرچېنې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش له قوله ویليد دولت عواید د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې چې، د۲۰۲۴ کال په مارچ کې پیل شو، شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته ورسېدل، چې دا د تېر کال پرتله د ۱۱ سلنه ودې او له ټاکل شوي هدفه درېسلنه زیاتوالي ښيي. دا چاره په عمده توګه د عوايدو د برخې د کلني عوايدو د ۳۰ سلنه زياتوالي له امله ده، په داسې حال کې چې،ګمرکي عواید د صادراتو د کمېدلو له امله دوه سلنه کموالی ښيي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې ویل شوي چې، په ۲۰۲۴ زیږیز کال کې ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري او د۲۰۲۴ کال د اګست تر ۳۰مې پورې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ ۲٫۹ مېلیارد ډالرو مرستو نه یوازې ۲۴٫۹ سلته برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې، ۱۲٫۴ مېلیون افغانان چې، اته سلنه یې ښځې اوماشومان دي، مرستو ته اړتیا لري؛ خو دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله یوازې له یو مېلیون کسانو سره مرسته کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.