ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې يو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي ترلاسه شوي

په پکتيکا کې يو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي ترلاسه شوي

author avatar
27 Dec 2011 - 11:35
په پکتيکا کې يو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي ترلاسه شوي
author avatar
27 Dec 2011 - 11:35

ښرنه (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د يو لړ عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي نيولي دي.

په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمري نن (د مرغومي ٦مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د اميد په نوم د عملياتو پر مهال دغه څلورم ځل دى، چې يو شمېر وسلې او مهمات نيول کېږي.

د هغه په وينا، چې په ترلاسه شويو وسلو او مهماتو کې ١٦ کلاشينکوفونه، ١٧ بېلابېل ډوله سپکې وسلې، ٤ د راکټ مرمۍ، يو هاوان، يو ميل دهشکه، ٥ دروبينونه او يو شمېر نور مهمات شامل دي.

د ده په خبره، يادې وسلې او مهمات يې د تېرو شلو ورځو په ترڅ کې نيولي دي.

نوموړي وويل، چې له دې مخکې درې ځلې نور هم مهمات او وسلې نيول شوې او اوسنۍ ترلاسه شوې وسلې او مهمات به، لومړى قول اردو او وروسته به يې ډاياګ پروګرام ته وسپاري.

د اميد په نوم عمليات له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په جنوب ختيځو ولايتونو کې روان دي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالشاه ظريفي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د پلټنې پر مهال د اورګون په ولسوالۍ کې ٤٤ بوتله شراب نيولي دي.

د هغه په وينا، ياد شراب يې په يو کرولا موټر کې د پلټنې پر مهال نيولي او په تور يې يو تن هم نيول شوى، چې دغه مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې پوليسو په تېرو لسو ورځو کې ٣٠٠ کيلوګرامه چرس هم د پلټنو پر مهال نيولي دي.

د يادونې ده، دغه لومړى ځل دى، چې په پکتيکا کې په دومره اندازه شراب نيول کېږي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.