لښکرګاه ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې د پوليسو پر يوه موټر د ماين د چاودنې له امله لس پوليس ووژل شول.
ددې ولايت د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ۸ مه پژواك خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو د نادعلي ولسوالۍ په زرغون كلي كې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې يوه ډله سيمه ييز پوليس د روزنې له مرکز څخه بېرته خپلې سيمې ته روان و، چې په لاره کې يې پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
احمدي وايي چې په دې چاودنه کې لس سيمه ييز پوليس ووژل شول او يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، که څه هم ددې سيمې امنيت ښه دى، خو وسلوالو طالبانو له دې امله په دې لاره ماين ځاى پر ځاى کړى و، چې پوليسو هره ورځ پر همدې لاره روزنيز مرکز ته تګ راتګ کاوه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د څانګې مسوول سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوي پوليس نوي روزنيز مرکز ته راغلي وو.
د هغه په وينا، دغو پوليسو تر اوسه پورې رسمي دنده نه لرله او يواځې د روزنې په حال کې وو.
هوتك هم وايي چي وژل شوي كسان د نادعلي د زرغون كلي اوسېدونكي وو.
وسلوالو طالبانو ددې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن