جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ٩٠) : د ننګرهار امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په غني خېلو ولسوالۍ کې يې له يوه سرف موټر څخه ٢٠ کڅوړې هيروئين ترلاسه کړي دي.
د امنيه قوماندانۍ سرپرست او امنيت آمر سمونوال معصوم هاشمي د مرغومي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې کارکوونکو او پوليسو نن په ګډه د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې د موټرو له يوه سراى څخه يوه عراده سرف موټر ونيوه.
هغه زياته کړه چې ددې موټر د تالاشۍ پر مهال ٢٠ کڅوړې هيروئين، چې په ډېر مهارت سره يې ددغه سرف په دروازو او ډګۍ کې ځاى پر ځاى کړي و ، ترلاسه کړل.
هاشمي وويل چې په اټکليز ډول د هرې کڅوړې وزن يو کيلو ګرام ته رسيږي،چې د وينا له مخې يې د موظف څارنوال پر وړاندې به يې وتلي.
د قوماندانۍ سرپرست زياته کړه ، وړاندې تر دې چې د پېښې په تړاو موټر چلوونکى ونيول شي او يا د تعقيب په حال کې يې د تالاشۍ پوليس ونيسي د موټر ماشين يې له کاره لوېدلى او چلوونکى يې په دې پلمه ، چې په ورکشاپ کې د موټر ماشين ورغوي ، په تېښته بريالى شوى دى.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د لومړي زون سرحدي پوليسو په لغمان کې له يوه کرولا موټر څخه٤٢ چکۍ ترياک ترلاسه کړي و.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن