ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي هيله وښوده چې د جوبايډن  څرګندونې به د سولې لپاره پيغام شي

حامدکرزي هيله وښوده چې د جوبايډن څرګندونې به د سولې لپاره پيغام شي

کابل ( پژواک ١٠ مرغومي  ٩٠ ):  حامد کرزي د امريکا د مرستيال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښي وښوده، چې ويلي يې دي طالبان د امريکا دښمنان نه دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پيغام واوسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ، چې نن يې په کابل کې د عبدالصمد خان اڅکزي د څلوېښتم تلين په اړه جوړه شوې غونډه کې  خبرې کولې ، وويل : ((موږ  په دې خبره خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سي ، افغانستان ارام سي ، په کرار سي او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ يو پېغام واوسي .))

د امريکا د متحده ايالتونو مرستيال ولسمشر جوبايډن د ليندۍ په ورستيو کې وويل چې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتبمر له پېښې مخکې د کابل واکمنان ( طالبان ) د امريکا دښمنان نه دي.

خو يوه ورځ وروسته د امريکا د دفاع وزارت وويل هر هغه څوک چې پر امريکايي سرتېرو بريدونه کوي ،امريکا يې خپل دښمن ګڼي.

د سولې د خبرو لپاره په دې وروستيو کې هڅې ډيرې شوې دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د روان کال د ليندۍ د مياشتې په نيمايي کې  امريکا، قطر او جرمني په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانېستو هوکړه وکړه او ويل کيږي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.

ياد شوى دفتر  تر اوسه نه دى پرانېستل شوى ، خو  د راپورونو له مخې، امريکا منلې، چې  پنځه تنه پخواني لوړپوړي طالبان د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې  او په قطر کې نظربند شي.

د افغانستان دولت ويلي چې ياد شوي طالب مشران  بايد دوى  ته وسپارل شي.

دغه راز د سولې د عالي شورا يو چارواکي ويلي چې ځينې طالب مشران د سولې د خبرو لپاره قطر ته تللي دي .

که څه هم د افغانستان حکومت مخکې ويلي و ، چې د طالبانو لپاره  دې دفتر په سعودي عربستان او يا ترکيه کې جوړ شي ، خو وروسته يې په قطر کې هم د طالبانو  د دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده.

د افغانستان دولت ټينګار کوي، چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ پر مخ يووړل شي.

د يادونې ده ، چې طالبانو تر اوسه په قطر کې د دفتر د پرانېستو په اړه په داسې حال کې څه نه دي ويلي ، چې پخوا به يې د دا ډول مسايلو په اړه ډېر ژر غبرګون ښوده او تل به يې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کاوه.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.