ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو درې اکمالاتي موټر زيانمن شول

د ناټو درې اکمالاتي موټر زيانمن شول

author avatar
6 Jan 2012 - 10:16
د ناټو درې اکمالاتي موټر زيانمن شول
author avatar
6 Jan 2012 - 10:16

خوست ښار ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) : په خوست ولايت کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي موټرو چاودنه شوې ، چې له امله يې درې موټر زيانمن شوي دي.

دغه دماين چاودنه پرون مازيګر مهال د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تم ځاى کې شوې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي د مرغومي په ١٦مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښې.

سرچينې زياته کړه چې ددې چاودنې له امله يو  اکمالاتي موټر په بشپړه توګه سوځېدلى او دوه نور يې زيانمن شوي دي.

د هغه په وينا، تر چاودنې وروسته د اور وژنې عمله د پېښې ځای ته ورسېده او مخکې تر دې، چې نورو ټانکرونو ته زيان ورسېږي، اور کنټرول کړای شو.

ويل کېږي، چې دغه ماين له مخکې د تېلو په يوه ټانکر کې ځای پر ځای شوی و، خو تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسلوالو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون څرګند کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.