ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: فدرالي نظام هېواد د تجزيې له ګواښ سره مخ کوي

شنونکي: فدرالي نظام هېواد د تجزيې له ګواښ سره مخ کوي

author avatar
10 Jan 2012 - 16:34
شنونکي: فدرالي نظام هېواد د تجزيې له ګواښ سره مخ کوي
author avatar
10 Jan 2012 - 16:34

کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): په دې وروستيو کې په افغانستان کې د فدرالي نظام د جوړښت د هڅو خبرونه خپاره شوي دي؛ خو ځينې شنونکي وايي، چې فدرالي نظام افغانستان د تجزيې له ګواښ سره مخ کولاى شي.

ځينو رسنيو راپور ورکړى، چې د ولسمشر پخوانى مرستيال احمد ضياء مسعود، د جنبش د ډلې مشر عبدالرشيد دوستم او د حزب وحدت د ګوند مشر محمد محقق د امريکا د کانګرېس د يوه غړي له خوا برلين ته بلل شوي او په افغانستان کې د فدرالي نظام لپاره  هڅې کوي.

پژواک خبري اژانس ته د يادو شويو کسانو له خوا په  رارسېدلې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې دې کسانو د امريکا د کانګرېس له ځينو غړو سره په ګډه ويلي، چې د افغانستان اوسنى رياستي نظام د ستونزو لامل شوى او په افغانستان کې بايد د غير متمرکز او کثرت ګرا سيسټم لپاره هڅې وشي.

دى کسانو ويلي چې د واليانو واکونه هم بايد ډېر شي.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز له لوري د برلين د يادې شوې ناستې په تړاو، نن د سياسي چارو د پوهانو په ګډون په کابل کې يوه ناسته جوړه شوې وه.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په دې ناسته کې د خبرو پر مهال وويل، چې د برلين ناسته علمي او سياسي ناسته نه وه.

هغه زياته کړه: ((پرون په يوه ډېره مبهمه او مرموزه توګه يو شمېر ډلې او ډلګۍ په يوه نامعلومه اجنډا باندې د يوې نامعلومې موسسې له خوا د يوه نامعلوم هدف لپاره په برلين کې سره راغونډ شول او يو ځل بيايې د فدرالي نظام نغاره وډنګوله.))

دى د افغانستان اوسني سياسي وضعيت ته په کتو د فدرالي نظام په اړه وايي: ((په داسې يو وخت کې د فدرالي نظام مطرح کول د افغانستان لپاره هغه هم په نننيو شرايطو کې د زهرو حيثيت لري او خداې مه کړه د افغانستان د وېش او تجزيې معنا لري.))

د ده په وينا، افغانستان د فدرالي نظام لپاره وړ شرايط نه لري او دغه نظام به په افغانستان کې د تېرو دېرشو کلونو جګړو له امله رامنځ ته شوې  قومي، ژبنۍ او نورې ستونزې نورې هم ډېرې کړي. 

د هغه په باور،  فدرالي نظام د سياسي جوړښت له مخې کوم عيب نه لري؛ خو د افغانستان لپاره ځکه مناسب نه دى، چې په دې هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ډېرې دي.

د ده په اند، په افغانستان کې به د فدرالي نظام په جوړښت سره بهرنيو لاسوهنو ته نوره هم زمينه برابره شي.

د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې مشر عبدالحميد مبارز هم په دې ناسته کې وويل، چې دا مهال فدرالي نظام د افغانستان په ګټه نه دى او د دې نظام په جوړېدو سره به افغانستان د وېش له ګواښ سره مخ شي.

د هغه په وينا، دا مهال په افغانستان کې د بهرنيو په تېره بيا ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو او په تېرو جګړو کې په هېواد کې رامنځ ته شويو اختلافونو ته په پام سره په کار ده، چې په افغانستان متمرکز نظام موجود وي. 

هغه وايي، که چېرته ولايتونو ته ډېر واک ورکړل شي، نو له مرکز څخه فرار ډېرېږي او په دې توګه د افغانستان د تجزيې ګواښ ډېرېږي.

هغه د فدرالي نظام شتون له ستونزو ډک وباله او د بېلګې په ډول يې د پاکستان فدرالي نظام ته ګوته ونيوه: ((پاکستان تر ٦٨ کلو وروسته هم په دې ونه توانېد چې ملت جوړ کړي، نن بلوڅ، بلوڅ ده؛ سندى، سندى ده او پنجابى، پنجابى ده؛ هر څوک غواړي، نور خپل واک لوړ وساتي.))

د نننۍ ناستې يو ګډونوال او د سياسي چارو پوه اسدالله ولولجي د فدرالي نظام ستاينه وکړه او ويې ويل، چې فدرالي نظام د دوو متضادو ډلو د پخلاينې لامل ګرځي او وړو ډلو ته د خپلواکۍ غوښتنې احساس وربښي.

هغه د افغانستان حکومت ناکام وباله او ويې ويل، چې له اوسني نظام څخه د افغانستان خلک خوښ نه دي؛ ځکه چې د خلکو ستونزې يې نه دي هوارې کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.