ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې شنونکي د ملي ايتلاف لخوا د دولت په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ ملي دريځ بولي

19 Jan 2012 - 17:17
19 Jan 2012 - 17:17

کابل((پژواک٢٩مرغومى٩٠)): د چارو ځينې پوهان د ملي ايتلاف لخوا د افغان دولت په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ ملي دريځ بولي، خو ځينې وايي چې دا کار يې د امريکا د خوښۍ لپاره کړى دى .

 د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ملي ايتلاف چې د اپوزيسيون له ډلو څخه دى، مخکې د حکومت لخوا له وسلوالو مخالفينو سره پيل شوې د سولې  هڅې  له دې امله ناکامې بللي، چې د مخالفينو مشخص تعريف نه لري.

 خو تېره ورځ ډاکټر عبدالله ( کابل نيوز )  ته ويلي ، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

 له څه مودې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپرېدل، خو په دې وروستيو کې يادو دواړو لوريو هم تاييد کړې، چې تر منځ يې خبرې دوام لري.

  دغه راز راپورونه وايي، امريکا، المان او قطر پتېيلې، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي.

 له يوڅه ځنډ وروسته افغان دولت هم په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانېستلو سره موافقه وښوده، خو ټينګار يې کوي ، چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ پر مخ لاړه شي .

 د سياسي چارو پوه عبدالستار سعادت نن له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې د ملي ايتلاف لخوا د افغان دولت په مشرۍ له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو ملاتړ ملي دريځ بولي.

  ده د ملي ايتلاف يادو څرګندونو ته په اشارې وويل چې دغه ايتلاف په لومړي ځل  په افغانستان کې له سولې او ملي ګټو ملاتړ کړى دى.

 سعادت  وايي ، دى ځکه دې عمل ته ملي دريځ وايي، چې د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي دي او غواړي چې د سولې پروسه افغانان په خپله پر مخ بوځي.

 د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد جعفر کوهستانى هم وايي چې په افغانستان کې په ټوليزه توګه خلک د سولې غوښتونکي دي او دې ايتلاف هم د خلکو له غوښتنې ملاتړ کړى دى.

 د سعادت په وينا، ملي ايتلاف غواړي چې د دولت  په مشرۍ د سولې له خبرو  څخه  په  ملاتړ  په دې خبرو کې ونډه ترلاسه  او  په راتلونکي کې خپلې ګټې خوندي کړي.

 د سعادت په خبره، ټول سياسي ګوندونه بايد پر بهرنيانو د تکيې پرځاى، پر خپل ولس تکيه وکړي.

 سعادت وايي ، په حکومت کې داسې لوړ پوړي چارواکي شته ، چې له ملي ايتلاف سره فکري تړاو او دده په خبره ګډ برخليک لري، چې د سولې  په خبرو کې شتون به يې ملي ايتلاف يو څه ډاډمن کړي.

 دده په باور ، د سولې د خبرو په اړه د ملي ايتلاف نوى دريځ په داسې حال کې دى، چې د امريکا په ابتکار په قطر کې د اغان دولت له مخالفينو سره په خبرو کې سياسي احزاب او ان افغان حکومت ګوښه ساتل شوي دي.

 خو د سياسي چارو پوه احمد وحيد مژده وايي چې  ملي ايتلاف د امريکا د خوښۍ  لپاره د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

 دده په وينا، له طالبانو سره د خبرو ملاتړ  په حقيقت کې د امريکا د دريځ ملاتړ  دى ، ځکه امريکا اوس غواړي  له سياسي لارې د افغانستان ستونزې ته د حل لار پيدا شي.

 امريکا هم ويلي چې له مخالفينو سره د سولې پروسه د افغان حکومت په مشرۍ مخته ولاړه شي.

 مژده وايي چې  ملي ايتلاف  موخه يواځې د امريکا د دريځ تاييد دى، ترڅو په افغانستان کې  د  ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې د برياليتوب په موخه، د امريکا ملاتړ له ځانه سره ولري.

 دغه راز د مژده په باور ملي ايتلاف د وروستيو څرګندونو له  لارې غواړي، ځان په هېواد کې د سولې د پروسې ملاتړى وښيي، ترڅو د خلکو باور ترلاسه کړي.

 خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد نجيب محمود بيا وايي چې د افغان حکومت ترڅنګ په افغانستان ټولې خواوې له مخالفينو سره سولې ته لېواله دي.

 دده په باور، داچې ملي ايتلاف په راتلونکيو ټاکنو کې د برياليتوب هيله لري، هڅه کوي له مخالفينو سره د شخړې ستونزه د اوسني حکومت په دوره کې حل شي.

 ده هم تاييد کړه چې د ملي ايتلاف لخوا په افغانستان کې د سولې له خبرو د ملاتړ يوه موخه هم په راتلونکيو ټاکنو کې د امريکا د ملاتړ خپلول دي.

 خو سعادت او کوهستاني بيا نه مني چې د ياد ايتلاف لخوا، د افغان دولت په مشرۍ د سولې له خبرو د ملاتړ موخه دې د امريکا د ملاتړ ترلاسه کول وي.

 سعادت وايي که چېرې له مخالفينو سره د خبرو د ملاتړ موخه په راتلونکيو ټاکنو کې د امريکا د ملاتړ ترلاسه کول واى، نو دې ايتلاف به د سولې په خبرو کې د امريکا له نوښت او موقف څخه ملاتړ څرګند کړى واى.

د ملي ايتلاف وياند فاضل سنچارکي هم وايي چې له مخالفينو سره يې د افغان حکومت په مشرۍ د خبرو ملاتړ ځکه کړى چې دا د افغانستان کورنۍ مساله ده  او موخه يې په دې برخه کې د يوه ملي اجماع رامنځته کول دي.

 سنچارکي وويل که چېرې د افغانستان دولت بايد د پارلمان، اپوزيسيون او مدني ټولنې په همغږۍ، ملي اجماع رامنځته شي  نو بيا د افغانستان حکومت کولى شي چې مديريت يې وکړي.

 د سنچارکي په خبره ملي ايتلاف د امريکا د خوښۍ لپاره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ نه دى کړى. 

 ده زياته کړه :(( افغانان بايد سره کيني او خبرې وکړي، خارجيان بايد د امريکا په ګډون يواځې د خبرو زمينه برابره کړي او مرسته وکړي، خو حق نه لري چې خپله پرېکړه وکړي او يا له کومې مخالفې ډلې سره معامله وکړي.))

 ده وويل که چېرې امريکايان له طالبانو سره د بنديانو د تبادلې پر سر خبرې کوي او په هغو خبرو کې د افغانستان د خلکو د برخليک په اړه پرېکړې مطرح نه وي، نو دوى ورسره مخالفت نه لري.

 

Views: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version