Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد منتخبې لوبډلې دخيبر پښتونخوا دکرکټ لوبډله په دوهم ځل ماته ورکړه

کابل (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د افغانستان منتخبې لوبډلې د پاکستان خيبر پښتونخوا لوبډلې ته په دوهم ځل هم ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبه نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) د ننګرهار د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د هغه په وينا، د دې لوبې پچه د خيبر پښتونخوا لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې يا بېټينګ کولو پرېکړه وکړه.

نوموړي وويل، چې د خيبر پښتونخوا لوبډلې په څلوېښتم  اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، ١١٥ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې د ١١٦ منډو هدف وټاکه.

وفا زياته کړه، چې د افغانستان منتخبې لوبډلې په دوه دېرشم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره، ټاکلى هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د ځان په ګټه پاى ته ورسوله.

دى وايي، چې د افغانستان له لوري حمزه خان هوتک او ضمير خان درې درې او سميع الله شينواري دوه ويکټې واخيستې او کريم صادق ٢٨ او سميع الله شينواري ٢٦ منډې جوړې کړې.

د ده په خبره، سميع الله شينوارى د دوو ويکټو په اخيستو او ٢٦ منډو په جوړېدو د لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو.

نصرت الله وفا وويل، چې دغه لوبې پنځه ورځې دوام لري او يوه ورځنۍ لوبې دي، چې ټاکل شوې درېيمه لوبه د دوشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.