کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د امريکا متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره په ١٣٩١ کال کې د خپلو مرستو ٣٥ سلنه او په ١٣٩٢ کال کې به ٥٠ سلنه د افغان حکومت د بوديجې له لارې ولګوي.
په همدې موخه نن (د سلواغې ١٢مه) د افغان چارواکو او په کابل کې د امريکا سفير او د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې د مشر ترمنځ هوکړه لاسليک شوه.
د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، يادې ادارې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره ٣٠ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې، چې ١،٥ ميليارده امريکايي ډالره يې د حکومت د بوديجې له لارې لګول شوې ده.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال خبريالانو ته وويل، چې تردې مهاله د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې، هر کال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له ٢ تر ٤ ميليارده امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه: ((په راتلونکي کال کې به يو اس اې آى ډي، د حکومت د بوديجې له لارې د يو ميليارد امريکايي ډالره مرسته وکړي.))
د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، نړيوالې ټولنې له ١٣٨٠ کال څخه تر ١٣٨٩ کال پورې له افغانستان سره د ٦٩ ميليارده امريکايي ډالرو مرستو ژمنه کړې وه، چې له هغو څخه تر ١٣٨٩ کال پورې ٥٧ ميليارد امريکايي ډالره لګول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې مرستو ١٨ سلنه يې د افغانستان د ملي بوديجې له لارې او پاتې نوره يې، يا هم د افغان حکومت په غوښتنه او يا هم په خپله خوښه د مرستندويانو له خوا پر پراختيايي پروژو لګول شوې ده.
په نننۍ غونډه کې په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر وويل، چې له افغانستان سره د دوى راتلونکې مرستې به د ښې حکومتدارۍ، اقتصادي ودې، بنسټونو، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو برخو کې وي.
دغه راز کراکر زياته کړه: ((په داسې حال کې چې زموږ پوځي ماموريت په ختمېدو دى، خو زموږ د همکاريو او په افغانستان کې د سولې د بهير د ملاتړ ماموريت به ادامه ولري.))
ياد شوى هوکړه ليک د هغې غونډې په ترڅ کې لاسليک شو، چې له افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې د مرستو د پنځوسمې کليزې په وياړ جوړه شوې وه.
د افغانستان د ماليې وزير وويل، چې د امريکا مرستې په تېرو څو کلونو کې د کرنې او کليو پراختيا، بنسټونو، روغتيا، پوهنې او غوره حکومتدارۍ په برخو کې لګول شوې، چې مثبتې اغېزې پرځاى پرېښې دي.
Views: 8
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP