ژبه

چاودنې ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

باخترساپى

۱۳ سلواغه ۱۳۹۰ - ۱۳:۵۹

Views: ۹۳

محمودراقي (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د ماين د يوې چاودنې له امله اوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 د نجراب امنيه قوماندان عطامحمد نظري د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون ناوخته د افغاني په سيمه کې وشوه.

 هغه زياته کړه، چې دغه ماين افغان ملي ځواکونو ته اېښودل شوى و، خو پر ملکي وګړو چاودېدلى دى.

 د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى و وژل شو او شپږ نور ټپي شوي دي.

 امنيه قوماندان وايي، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

 د شاغاسي په نوم د نجراب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې ټپيان په ملکي موټرو کې روغتون ته يوړل شول، خو د ځينو يې حالت ښه نه و.

 د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.