کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند حافظ محمدیوسف حماد ویلي چې په یاده موده کې نږدې دوه زره کورونه په بشپړ ډول او څه باندې اووه زره نور یو څه ویجاړ شوي دي.
هغه زیاتوي چې طبیعي پېښو همدارنګه ۲۹۴ هټۍ په بشپړ ډول او ۳۰۷ نورې په نیمه ډول زیانمنې کړې دي.
حماد دغه راز وویل چې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله ۵۷ پلچکونه، ۴۳ جوماتونه، ۳۸۲ د اوبو څاهګانې او شبکې او ۵۸۰ کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.
د ده په خبره، په دې موده کې د ۲۵ زره او ۹۸۸ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات او د ۴ زره او ۳۲۴ جریبه باغونو محصولات له منځه تللي، ۵۵ زره او ۸۱۸ ونې او ۴ زره او ۶۳۰ د لمریزې برېښنا تختې ویجاړې شوې او ۱۷۱۳ څاروي هم تلف شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸ زره او ۸۱۲ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
هغه زیاته کړې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د لوی رییس د ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پېښو پر مهال د ادارې کارکوونکو زیانمنو سیمو ته په لومړیو ساعتونو کې رسېدنه کړې او د همکارو موسسو په همغږۍ یې له سروې سره هممهاله زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي.
یادې ادارې له خلکو غوښتي چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال سیندونو، خوړونو او نورو خطرناکو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د هوا د حالاتو او احتمالي خطرونو په اړه خپرېدونکو خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.