ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مقبل: کوم کروندګر چې ډيرکوکنار وکري نيول کېږي

مقبل: کوم کروندګر چې ډيرکوکنار وکري نيول کېږي

کابل(پژواک دسلواغې ١٩مه ٩٠): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي،هغه بزګران چې زيات کوکنار يې کرلي وي،په راتلونکې کې به ونيول شي.

دنشه يي توکو پر ضد دمبارزي وزير، ضرار احمد مقبل چې نن يې  (دسلواغې ١٩مه) په يوه خبري غونډه کې ګډون کړى و،وويل: (( هغوو کروندګرو چې کوکنار کرلي دي، کشفي ارګانونو يې نوملړ ترتيب کړى  او د کوکنارو له کروندو څخه يې د جي پي ايس پرمټ  عکسونه هم اخيستي دي، د اسنادو له بشپړيدو وروسته به يې ،پر نيولو لاس پورې کړو.))

هغه زياته کړه،چې د کوکنارو کښت په ١٧ولايتونو کې صفر شوى دى، شپږ ولايتونه صفرته نږدې شوي او پنځ ولايتونه ((هلمند،کندهار،اورزګان ،بادغيس او ننګرهار)) کې تر ټولو زيات کوکنار کرل شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې وزير زياته کړه،په هغوو سيمو کې چې کوکنار کرل کېږي، يا د طالبانو تر ولکې لاندې دي او يا په کې د دولت حاکميت کمزورى دى.

نوموړي زياته کړه: (( کوم کسان چې دکوکنارو په کر اوقاچاق کې ښکېل دي،په هره کچه چې د قانون تحکيم زيات شي، نو زموږ لاسته راوړنې به دهغوى د پېژندلو په برخه کې  هم لوړې شي.))

سرچينې همداراز زياته کړه،چې په افغانستان کې د ترياکو بيه ،په روان کال کې درې برابراه لوړه شوې ده.

هغه وايي،چې دا موضوع په ګوته کوي،چې د افغانستان او نړۍ په بازارونو کې غوښتنې لوړې شوي دي ،چې دا مسله ددې لامل شوي ده،څو بزګران د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې له کمپاين سره مقاومت وکړي.

ديادونې وړده،چې د سلواغې له ١٨ مې په کابل کې (( د اړوندو ارګانونو تر منځ دهمغږۍ ورکشاپ)) په نوم دوه ورځينې ورکشاپ په لاره واچول  شو،چې  د واليانو په مشرۍ به په کې دکوکنارو د له منځه وړلو پروګرام پلې شي، په دې ورکشاپ کې د کورنيو چارو   دنشه يي توکو پرضد دمبارزې معينيت، د دفاع وزارت د سيلاب، ظفر،شاهين او اتل قول اردوګانو استازو او همدارنګه د نشه يي توکو پرضد دمبارزې د پوليسو امرينو اود ١٨ ولايتونو د واليانو استازو په کې ګډون کړى وو.

د نشه يي توکو پرضد دمبارزې وزير په وينا، دا لومړنى ورکشاپ دى ،چې د اړوندو ارګانونو په ګډون او همغږۍ په مرکز کې جوړېږي،خو داهيله شته چې په راتلونکي کال کې به ،د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو فعاليتونه ګړندي او په جدي توګه پرمخ ولاړ شي.

دکندهار دنشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې مشر ګل محمد شکران ،چې په دې ورکشاپ کې يې ګډون درلود ،د داسې ورکشاپونو  په جوړولو کې همغږي   يې د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې ګټوره وبلله.

نوموړي زياته کړه،چې دکندهار  په ميوند،ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د دولت د کمزوري حاکميت له امله ددې ولايت له نورو سيمو څخه په کې زيات کوکنار کرل شوي دي.

دهغه په وينا، دولت هوډ کړى په هغوو سيموکې چې طالبان شتون لري او ترياک په کې کرل کېږي، چاڼ او  پاکې يې کړي.

نوموړي وويل: ((ټولو دولتي ارګانونو هوکړه کړې ،چې خپلې وروستنۍ هڅې په لاره واچوي، څو د کوکنارو کروندې له منځه يوسي او سرغړونکي يې دقانون منګلو ته وسپاري.))

د نشه يي توکو په وړاندې دمبارزې وزير دمالوماتو له مخې،دې وزارت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ په ١٨ولايتونو کې شاوخوا ٣٨١٠ هکتاره د کوکنارو کروندې له منځ وړي دي،چې دتېرکال په پرتله ٦٥سلنه زياتوالى ښيي.

د رسمي شمېرو له مخې دامهال په افغانستان کې کابو يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي او دنشه يي توکو پرضد دمبارزې وزارت وايي،چې حکومت يواځې د يو سلنې د درملنې توان لري.

خو تر څو راتلونکو کلنو پورې به ،د روږدو کسانو د درملنې کچه ٤٠ سلنې ته لوړه شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.