ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
22 Feb 2012 - 11:14
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
22 Feb 2012 - 11:14

 کابل ښار (پژواک ٣ کب ٩٠): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو د کب په دريمه نېټه دکابل ښاريانو د پاڅون کليزه، په بګرام کې د بهرنيو پوځيانو په لاس د قران کريم سوځونه او د هغې په اړه د خلکو غبرګون، د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما ترمنځ د ټيلېفوني خبرو اترو موضوع او داسې نور ګڼ مسايل را اخيستي دي.

د ارادې، ملي آرمان او چراغ ورځپاڼو خپلې نننۍ سرمقالې د ١٣٥٨ کال د کب په دريمه نېټه د کابل ښاريانو د پاڅون کليزې ته ځانګړې کړې او د دغه ولسي پاڅون بېلابېل اړخونه يې څېړلي دي.

اراده ورځپاڼه په دې اړه ليکي، چې د کب دريمه د کابل ښاريانو يوه له محدودو تاريخي او حماسي ورځو څخه شمېرل کېږي، چې په هېواد کې د جبر سياسي فضا له شتون سره سره د کابل با شهامته ښاريانو په وحدت او همغږۍ سره د يرغل پر وړاندې پاڅون وکړ.

همدارنګه ملي آرمان ورځپاڼه هم په کابل کې د ١٣٥٨ کال دکب د دريمې د پاڅون په اړه ليکي، چې د ١٣٥٨ کال د کب په دريمه د کابل ښاريان کوڅو او واټونو ته را ووتل ترڅو ښکاره کړي چې د سره پوځ له خوا د خپل هېواد له نيول کېدو سره مخالف دي.

د چراغ ورځپاڼې هم د ورته موضوع په څېړلو سره د ١٣٥٨د کب دريمه د افغانستان د خلکو د افغان انقلاب د دريو لسيزو آزادي غوښتونکو مبارزو تر ټولو مهم اړخ ګڼي او ليکي، چې د کب د دريمې ولسي پاڅون د دې سبب شو، چې د هېواد آزادي غوښتونکو وګړي د سرو يرغلګرو پر ضد خپلې مبارزې نورې هم ګړندۍ کړي.

خو د ماندګار ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د پروان ولايت د بگرام ولسوالۍ هغه لاريونونو ته اشاره لري چې د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوي وو.

ماندګار ورځپاڼه په داسې حال کې چې د خلکو مقدساتو ته د سپکاوي پايلې خطرناکې ګڼې، د مزار شريف د تېر کال هغه لاريونونو ته هم اشاره کوي، چې په مزارشريف کې په امريکا کې د يوه کشيش له خوا د قران سوځونې په غبرګون کې ترسره شوې وې او په کې د ملګرو ملتونو سازمان څو کارکونکي هم وژل شوي وو.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا اسلامي مقدساتو ته سپکاوى او د هغوى دا ډول نور ناوړه کړنې د هغو بهرنيو سرتېرو له خوا ترسره کېږي، چې د ورځپاڼې په خبره، د فرهنګ او پوهې له ضعيفي کچې څخه برخمن دي او کېداى شي په اروايي او شخصيتي ستونزو هم اخته وي.

د هشت صبح ورځپاڼه د جعلي سناتور له خوا د کندهار له چارواکو څخه د مهمو معلوماتو ترلاسه کول څېړي او په داسې حال کې، چې د نوموړي جعل کار د نيونې په موخه د کورنيو چارو د وزارت له خوا د عملياتو پيل ته اشاره لري، ليکي، چې د نوموړي د نيونې لپاره هلې ځلې نه شي کولاى مهم او له لاسه تللي معلومات بېرته را وګرځوي.

 د ويسا ورځپاڼې بيا د ولسمشر له دفتر څخه هغه خپره شوې اعلاميه څېړلې، چې په هغې کې له پاکستان څخه رسماً غوښتل شويو تر څو د طالبانو مشران له افغان حكومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته چمتو كړي

ويسا ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د اسلام اباد له سفر نه د ولسمشر کرزي تر راستنېدو سمدستي وروسته د داسې اعلاميې خپرېدل او له پاكستان نه داسې غوښتنه د يو ځانګړي ارزښت لرونکې ګڼي او په دې اند ده، چې نور دې ته اړتيا ده، چې د سولې او خبرو اترو يو دغه ډول عملي بهير پيل شي.

د محور ورځپاڼه بيا د جاسوسۍ په تور د طالبانو له خوا د افغانانو وژنو ته اشاره لري او په دې نظر ده، چې اوس يوې خواته امريکا او طالبان په خپلو کې سره خبرو اترو ته ناست دي او له بل پلوه هم د ټکنالوجۍ له پرمختګ سره د جاسوسۍ ترسره کول ډېر اسانه شوي دي، نو د ورځپاڼې په خبره، د جاسوس په نامه د افغانانو وژنه له افغانانو سره له دښمنۍ پرته بله معنى نه لري.

 د ملي باور ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه څېړي او په دې اړه له فساد سره د مبارزې د دفتر د مشر او لويې څارنوالۍ هغه څرګندونې هم يادوي، چې وايي د يو شمېر وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو دوسيې، چې په اداري فساد ککړ دي، له دوى سره شته دي.

ورځپاڼه په داسې حال کې، چې دا پوښتنه مطرح کوي، چې د دغو لوړ پوړو چارواکو د دوسيو له شتون سره سره ولې هغوى نه محاکمه کېږي؟ ليکي، چې د دوى له کاره داسې ښکاري، چې يا په خپله په فساد کې ښکېل دي يا غواړي له هغو وزيرانو او نورو چارواکو باج واخلي، چې په فساد کې ښکېل دي.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ گڼه کې ليکي، چې القاعده بل پټنځاى لټوي او په دې نظر ده، چې القاعده د طالبانو او امريكا تر منځ د سولې له خبرو او احتمالي جوړجاړي څخه اندېښمنه ده او په بل ځاى كې له لوېديځ سره د جګړې په لټه كې ده.

دغه ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې د القاعدې غړو د پاكستان له استخباراتو او مذهبي ګوندونو غوښتي، چې له امريكا سره د طالبانو د سولې مخه ونيسي او په ډاګه كړې يې ده، چې په افغانستان كې له جګړې او ناامنيو پرته نه شي كولاى په سيمه كې خپل شتون ته ادامه وركړي.

د افغانستان ورځپاڼې هم په افغانستان د سولې بهير څېړلى او د سولې د ګډوډ بازار ترسرليک لاندې يې د افغان سولې بهير له بېلابېلو اړخونو څېړلى او د سولې په اړه يې د بېلابېلو اړوند لورو دريځونه ارزولي دي او ليکي، چې د سولې په بهير کې د افغان دولت وارخطايي له دې امله ده، چې د سولې په بهير کې خپله ونډه نه ويني.

دغه ورځپاڼه نن هم د خپلو تېرو ګڼو په څېر ټينګار کوي، چې يوازې د سولې د بهير بيا ارزونه او د هغې د کميو او ضعفونو لرې کول هغه لار ده، چې کولاى شي د سولې بهير له اوسني ناورين څخه را بهر کړي.

د سرنوشت ورځپاڼه بيا د ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر اوباما ټيلېفوني خبرې اترې څېړلې دي او په دې اند ده، چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي وروستى سفر او په درى اړخيزه غونډه کې د هغه ګډون امريکا ته اندېښنې پيدا کړې دي.

سرنوشت په دې اند ده، چې همدغو اندېښنو ولسمشر اوباما دې ته اړ ايست، چې له ولسمشر کرزي سره ټيلېفوني خبرې وکړي او د ورځپاڼې په خبره، که څه هم د دواړو هېوادونو رسمي سرچينې وايي، چې ګواکې

اوباما د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په لاسته راوړنو او د سولې په هڅو خوښ دى، خو ښايي، چې اوباما له ولسمشر کرزي سره خپلې اندېښنې په يو ډول شريکې کړې وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.