کابل (پژواک ٦ کب ٩٠): افغان سوک وهونکي حميد رحيمي خپل بېلاروسي سيال ته په ماتې ورکولو سره په ازاده برخه کې د سوک وهنې د نړيوالې ټولنې (WBU) اتلولي ترلاسه کړه.
د المپيک د ملي کمېټې وياند مجيب الله رحماني نن (دکب شپږمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالي تېره شپه د المان په هامبورګ کې ترسره شوه.
د هغه په وينا، رحيمي په دې سيالۍ کې ښه وځلېد او له اتو رونډونو وروسته يې د بېلاروس هېواد سوک وهونکي روسلان رودويچ ته ماتې ورکړه.
همدارنګه په اروپا کې د مېشتو افغان ورزشکارانو ټولنې هم په خپله وېبپاڼه کې د دې اتلولۍ پخلى کړى او هغه يې د رحيمي د زياتو هلوځلو پايله بللې ده.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د رحيمي او د هغه د بېلاروسي سيال ترمنځ د تېرې شپې سيالي په هامبورګ ښار کې د سوک وهنې د نړيوالې ټولنې د چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
په اروپا کې د مېشتو افغان ورزشکارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو سياليو په پاى کې د سرو زرو کمربند افغان سوک وهونکي ګټلى دى.
د يادونې ده، چې دا په نړيوالو سياليو کې د افغان سوک وهونکي لومړنۍ اتلولي ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن