کابل (پژواک ٦ کب ٩٠): په يو شمېر ولايتونو کې د دولت ١٢ وسلوال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او شپږ نور مخالفين نيول شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د کب ٦مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي دي، چې دغه وسلوال مخالفين په هلمند او پکتيا ولايتونو کې د پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې شپږ مخالفين نيول شوي او دوه ميله پيکا، ١١ ميله ډول ډول وسله، ٣٠ کړۍ ماينونه، دوه لاسي بمونه او يو موټر هم د ملي پوليسو منګولو ته لوېدلى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو منسوبينو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د وسايطو ضد دوه کړۍ ماينونه، د راکټ ٦٠، د توپ او مزايل ٤٠ مرمۍ، چې تازه د مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه د کندهار، اروزګان او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او ترلاسه کړي دي.
همدارنګه ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي، چې په لغمان، کندهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د ملي اردو د امنيتي دندو پر مهال ٣١ کړۍ ماينونه او ٩ لاسي بمونه کشف او شنډ کړي او سربېره پر دې يې يو اندازه وسله او مهمات، د چرسو ١٩ بورۍ تخم، ٣٤٥ کيلوګرامه اومه چرس او پنځه کيلو ترياک ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو يو سرتېرى د امنيتي دندې پر مهال د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د اوزبين په سيمه کې وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن