ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي ووژل

ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي ووژل

author avatar
26 Feb 2012 - 11:29
ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي ووژل
author avatar
26 Feb 2012 - 11:29

جلال اباد ( پژواک ٧ کب  ٩٠ ) : د ننګرهار چارواکي وايي ، چې د ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي دي.

ددې ولايت د پچير اګام ولسوال عزيز الله شينواري د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د بر صبر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې بهرنيو ځواکونو له هوا څخه په دې سيمه کې ماين خښوونکي کشف او بيا يې پرې هوايي  بريد وکړ.

د ولسوال په وينا، په دې بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي او مړي يې هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

په ختيځـو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته ياده شوې پېښه تاييد کړه.

سرچينې زياته کړه ، چې دوى د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه ماين خښوونکي په  نښه کړي او وژلي  يې دي.

د شعيب په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي هم وويل چې ايساف بيګا شپه په دې سيمه کې عمليات ترسره کړي ، خو نور معلومات يې نه درلودل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.