ژبه

د ملي اردو ښوونکي د  ايساف دوه سرتېري ووژل

کابل – کندهار ( پژواک ١١ کب ٩٠ ) : ايساف وايي ، چې د ملي اردو يوه سرتېري ددوى پر سرتېرو ډزې کړي او دوه تنه يې وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه نن دافغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې ، دوه کسان چې يو يې ويل کېږي، د ملي اردو سرتېرى دى او بل يې په ملکي جامو کې، پر ايساف او افغان سرتېرو ډزې کړې دي.

ايساف وايي ، چې په دې ډزو کې د دوى دوه سرتېري وژل شوي، خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بايد له ملي دفاع وزارت څخه معلومات وشي.

د کندهار د ژېړۍ  ولسوال نياز محمد سرحدي پژواک اژانس ته وويل ، چې دا پېښه د شپې په دوه نيمو بجو د ولسوالۍ دسنګسار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د ملي اردو سرتېرو ته د سواد زده کړې په موخه د کاروان په نامه د يوې کمپنۍ لخوا ښوونکي ګومارل شوي دي.

د ولسوال په وينا، يوه ښوونکي تېره شپه وسله ترلاسه کړې او پر ايساف سرتېرو يې ډزې کړي، دوه يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

سرحدي وايي ، چې د ايساف  ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى  او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل يې ټپي دى.

د نوموړي په وينا، د ملي اردو  يو  لوړ پوړى پلاوى سيمې ته د پلټنو لپاره لېږل شوى دى.

بلخوا وسلوالو طالبانو ويلي ، چې دا پېښه د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه پېښه د قران کريم د سوځولو پر سر له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

وروسته له هغه، چې په بګرام کې د امريکايي سرتېرو لخوا د قران کريم د سوځولو پېښه رامنځته شوه، دا درېيم بريد دى، چې د افغان سرتېرو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ترسره کېږي.

تېره اونۍ د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال د ملي اردو په يونيفورم کې يو تن پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې او دوه يې ووژل.

دغه راز د تېرې شنبې په ورځ د کورنيو چارو په وزارت کې د يوه افغان پوليس لخوا پر امريکايي سلاکارانو ډزې شوې وې او دوه يې ووژل.

د بګرام له پېښې وروسته دهېواد په بېلا بېلو سيمو کې په ترسره شويو لاريونونو کې له ٣٠ زيات هېواد وال وژل شوي او له ٢٧٠ څخه زيات ټپيان دي.

 

ورته موضوع