ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د پلي کېدو غوښتنه وکړه

يوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د پلي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
7 Mar 2012 - 19:35
يوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د پلي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
7 Mar 2012 - 19:35

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٠): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي له افغان دولت څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د بيړني او بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UN Women)، نن (د کب ١٧مه) پژواک خبري اژانس په ګډه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان حکومت دې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په بيړنۍ او بشپړه توګه پلى کړي.

 په خبرپاڼه کې د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجيت ګنيون له خولې راغلي: ((تر هغه پورې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عاملينو لپاره معافيت شته وي، په افغانستان کې به د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر لږ واقعي پرمختګ رامنځ ته شي.))

 سرچينې د ګنيون په وينا ويلي، چې د افغان ښځو د حقونو تامينول، نه يواځې د کاغذ پر مخ ملاتړ او تضمين ته اړ دي، بلکې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون بشپړ او بيړني پلي کېدو ته هم اړتيا لري.

 د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون، چې د ٢٠٠٩ کال په اګست مياشت کې نافذ شو، د ماشومانو ودول، اجباري وادونه، د واده په بهانه د ښځو پېر او پلور، په بدو کې ورکول، ځان سوځولو ته اړ ايستل او ١٧ نور هغه عملونه چې وهل او جنسي تېري هم په کې شامل دي، د سزا وړ ګڼل شوي دي.

 دغه راز په دې قانون کې د عاملينو لپاره ځانګړي سزاګانې هم په ګوته شوې دي.

 خبرپاڼه وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي له قانون سره سره، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په پراخ ډول دوام لري او د چارواکو له خوا ورسره قانوني چلند نه کېږي.

 سرچينه زياتوي، يوناما موندلې ده، چې قضايي مسوولين او د قانون پلي کوونکي کله کله دا قانون نه عملي کوي او په ډېرى قضيو کې له نافذ شوي قانون څخه ګټه نه اخلي.

 په خبرپاڼه کې راغلي: ((د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرۍ قضيې بېرته اخيستل شوي او يا هم په کې منځګړيتوب شوی او ډېر لږ شمېر قضيې تر عدلي تعقيب لاندې نيول شوې دي.))

 يوناما او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې له نړيوالو مرستندويو ادارو څخه هم غوښتي، چې د افغان ښځو لپاره د کاري پلان د چټکولو، د ظرفيتونو د لوړولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په موخه د روانو هڅو ملاتړ وکړي او د پلي کېدو لپاره يې مالي مرستې ترسره کړي.

 د يادونې وړ ده، چې سبا د مارچ مياشتې اتمه نېټه ده، چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمون لري، چې د هېواد او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به ونمانځل شي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.