ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفارت: د پنجوايي د پېښې عاملين به محکمې ته راکش کړو

د امريکا سفارت: د پنجوايي د پېښې عاملين به محکمې ته راکش کړو

author avatar
11 Mar 2012 - 16:24
د امريکا سفارت: د پنجوايي د پېښې عاملين به محکمې ته راکش کړو
author avatar
11 Mar 2012 - 16:24

کابل (پژواک ٢١ کب ٩٠): د امريکا سفارت په کندهار کې پر عامو وګړو د خپل يوه سرتېري بريد وحشيانه عمل بللى او د هغه د محاکمې ژمنه يې وکړه.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې نن (د کب ٢١مه) سهار وخته يوه امريکايي سرتېري په زنګ اباد سيمه کې پر عامو وګړو ډزې کړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې پېښه کې ١٧تنه وژل شوي، خو د کندهار ځايي اداره وايي، چې سيمې ته يې د پلټنو په موخه يو پلاوى استولى، چې د هغه له پلټنو وروسته به رسمي شمېره خپره کړي.

په کابل کې د امريکا سفارت دغه پېښه په کلکه غندلې ده، د سفارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد د يادې شوې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

سرچينې زياته کړې: ((موږ د خپلو افغان ملګرو پر وړاندې د دغه وحشي کړنې په ترسره کېدو غمجن يو.))

د امريکا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي ځواکونه به د يادې پېښې د ټپيانو ښه درملنه او پالنه وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې:((موږ تر اوسه د حقيقت موندنې په لټه کې يو، ياده پېښه تر څېړنې لاندې ده او يو امريکايي سرتېری هم په په دې تړاو نيول شوی دی.))

په دې خبرپاڼه کې امريکا د افغانستان خلکو ته دغه ډاډ ورکړى، چې د دې کړنې ترسره کوونکي به وروسته له پېژندلو محکمې ته وړاندې شي.

له دې مخکې نن سهار په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وويل، هغه امريکايى سرتېرى يې نيولى، چې په کندهار ولايت کې يې پر يو شمېر ملکي افغانانو ډزې کړې او هغو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ياد سرتېرى تر پوښتنو لاندې دى.

د کندهار والي توريالي ويسا پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ايساف يو امريکايى سرتېرى له خپل مرکز څخه راوتلى او پر عامو وګړو يې ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

توريالي ويسا په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو کره شمېره و نه ښوده، خو زياته يې کړه چې سيمې ته يې د پلټنو لپاره يو پلاوى لېږلى دى.

خو د کندهار د ولايتي شورا غړي او د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اغا لالي، چې سيمې ته په لاره و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمې اوسېدونکو ورته خبر ورکړى، چې په دې پېښه کې ١٧ عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپي دي.

د نوموړي په وينا، دغه معلومات ورته د سيمې خلکو د ټيلېفون له لارې ورکړي او زياتوي، چې ټپيان د ايساف له خوا د کندهار د هوايي ډګر روغتون ته وړل شوي دي.

 اغالالى وايي، چې د سيمې اوسېدونکو ورته دا هم ويلي، چې امريکايي سرتېري پر څلورو کورونو، چې په ٤ کيلومتره واټن کې پراته دي، ډزې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د يوه نه، بلکې ښايي د يوې ډلې امريکايي سرتېرو له خوا ترسره شوى وي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.