واشنګټن ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : امريکا وايي چې له افغانستان سره ستراتيژيک سند به له شکاګو مخکې يا ددې غونډې پر مهال لاسليک شي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن تېره شپه په واشنګټن کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول سره په يوه خبري غونډه کې وکړې.
کلنټن په يادې شوې خبري غونډه کې وويل : (( موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره ګټورو او دوه اړخيزه اوږود مهاله اړيکو ته ژمن يو. ))
د نوموړې په وينا، هېواد يې له افغانستان سره داسې خبرو اترو ته ادامه ورکوي ، چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې وي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ادعا وکړه، چې په دې وروستيو اوونيو کې دواړو هېوادونو په خبرو اترو کې ډېر پرمختګونه کړي او ډېر مهم موضوعات يې هوار کړي دي.
مېرمن کلنټن په دې پرمختګونو کې افغانانو ته د بګرام زندان دسپارلو په اړه پر هوکړه ليک، لاسليک د بېلګې په توګه ياد کړ او ويې ويل چې ډېر ژر به د شپنيو عملياتو په اړه هم يو هوکړه ليک له افغان حکومت سره لاسليک کړي.
هغې زياته کړه : (( دا ستونزمنې موضوعګانې دي، خو موږ يې هواروو او هڅه کوو، چې د اوږود مهاله ستراتيژيکو اړيکو پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسو.))
هيلري کلنټن له افغانستان سره ددغه سند دتړون په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( موږ غواړو چې دغه سند له شکاګو غونډې مخکې او يا ددې غونډې پر مهال لاسليک شي، زه فکر کوم چې موږ ددې کار جوګه يو.))
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په اړه د شکاګو غونډه، چې په کې د ناټو غړيو هېوادونو ولسمشران ګډون کوي،د روان زېږديز کال د مۍ په ٢٠ مه په شکاګو کې جوړه شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن او دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې ٤٥ دقيقې خبرې وکړې .
دواړو چارواکيو په دې ليدنه کې په پنجوايي کې د يوه امريکايي سرتېري لخوا دعامو افغانانو د وژنې په موضوع، د ستراتيژيکو اړيکو د سندپه اړه او د افغانستان او د سيمې په حالاتو يې سره خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول خبري غونډې ته وويل چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ يې له مېرمن کلنټن سره افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د لېږد په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې يې له امريکا سره يو شمېر ستونزې هوارې شوي ، چې د بېلګې په توګه يې د بګرام د زندان د چارو سپارل ياد کړل.
زلمي رسول وويل : (( زه هيله مند يم ،چې د ستراتيژيکو اړيکو سند به د شکاګو له غونډې مخکې لاسليک شي. ))
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن