کابل ( پژواک ٢١ ورى ٩١ ) : ايساف او امريکا وايي،چې افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو سند پر وړاندې دوه ستر خنډونه هوار شول او هيله يې څرګنده يې کړه، چې دغه سند له شيکاګو غونډې وړاندې لاسليک شي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو وياند جنرال جيکبس او د امريکا ددفاع وزارت پنټاګان وياند جى کربي نن د وري په ٢١مه، په کابل کې يوې ډلې خبريالانو ته وکړې.
جى کربي وويل چې افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سند لاسليک کولو پر وړاندې سترې ننګونې وې او اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.
هغه زياته کړه، چې تېره مياشت د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته د سپارلو او پرون د شپنيزو عملياتو افغاني کولو په موخه هوکړه ليکونه له افغان حکومت سره لاسليک شول.
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې د ستراتيژيکو اړيکو سند به کله لاسليک شي وويل : (( کره نېټه نه شم ښودلى، خو دا هم له امکان څخه لرې نه ده، چې له شيکاګو غونډې مخکې لاسليک شي. ))
د افغانستان په اړه د ناټو غړيو هېوادونو سرمشريزه غونډه ټاکل شوې ده، چې د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ دويمه نېټه د امريکا په شکاګو ښار کې جوړه شي .
د ايساف وياند جنرال جيګبسن وويل ، چې د شيکاګو په غونډه کې به له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د ژمنو په اړه خبرې او پرېکړې کېږي .
هغه زياته کړه ،چې په دې غونډه کې به ډېرى د افغانستان د ملي ځواکونو د ځواکمنتيا او د هغوى پر تمويل او لګښتونو خبرې کېږي .
نوموړي وويل چې د شيکاګو په غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه او نړيواله ټولنه به د افغانانو لپاره د ٢٠١٤ کال وروسته د مرستو او همکاريو يو څرګند پيغام ورکړي.
ټاکل شوې ده ،چې تر٢٠١٤ کال پورې د افغانستان ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او د ايساف اړونده ډېرى هېوادونه به تر يادې نېټې پورې له افغانستان څخه خپل سرتېري اوباسي.
د ايساف وياند ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې تر ٢٠١٤ او له دې کال وروسته دايساف رول به څه وي؟ وويل چې دوى به خپل حمايوي رول ته ادامه ورکوي او کله چې ترې افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال مرسته وغواړي، دوى به يې مرسته وردانګي.
جنرال جيګيبسن د افغان ملي ځواکونو په اړه وويل ، چې د روان کال تر پايه پورې به دا شمېره ٣٥٢ زره ته ورسېږي او دغه شمېره به تر ٢٠١٤ کاله پورې پاتې وي.
د هغه په وينا،دغه شمېرې ځواکونو ته هر کال اوه ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به يې نړيواله ټولنه ورکوي ،چې يواځې ٨٠ سلنه يې د امريکا متحدو ايالتونو لخوا ورکول کېږي.
خو نوموړي زياته کړه ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به ددې شمېر د کمولو هڅې پيل کېږي او په اټکليز ډول کېداى شي ٢٨٠ زره ته ورسول شي.
د امريکا دفاع وزارت وياند د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دايمي نظامي اډې د ستراتيژيک سند برخه ده او که نه؟ وويل چې امريکا په افغانستان کې دايمي نظامي اډو ته هېڅ لېوالتيا نه لري .
خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن