مزارشريف (پژواك ٢٢ ورى ٩١): په شمال کې د غاليو د سوداګرو د ټولنې مسوولين وايي،دغه صنعت په تېرو څو کلونو کې پنځه برابره كم شوى، خو دولتي چارواكي وايي، چې د غاليو اوبدنې په برخه كې د دوى وروستۍ هڅې به يو ځل بيا په شمال كې دغه صنعت ته وده وركړي.
د سوداګرو د ټولنې په وينا، په شمال كې غالۍ اوبدونكو ته د ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاكستان په پرتله د كمې مزدورۍ وركولو له امله دغه صنعت مخ په ځوړ روان دى.
په مزارشريف كې د شمال زون د غاليو اوبدنې د ټولنې مشرعبدالستار بېكزاده له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه کې وويل، چې په دغه زون كې د غالۍ اوبدنې د صنعت د كمرنګۍ له ټولو بنسيټزو لاملونو غالۍ اوبدونكو ته د كمې مزدورۍ وركړه ده.
نوموړي زياته كړه، چې په هېواد كې د غالۍ اوبدنې د ورځنۍ مزدورۍ په توګه پر مخ ځي، چې زيات نه زيات يو غالۍ اوبدونكى د ورځې له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانيو ترلاسه كولى شي.
د هغه په وينا، دغه مزدوري په پاكستان كې د غالۍ اوبدنې د مزودورۍ په پرتله خورا كمه بيه ده.
بېكزاده وويل: ((زموږ ډېرى غالۍ اوبدونكو په پاكستان كې وخت تېر كړى، د هغه ځاى له مزدروۍ خبر دى، چې د يو متر غالۍ اوبدنې په بدل كې تر ۷زره پاكستانۍ كلدارو ترلاسه كوي.))
۳۰ كلن قربان علي، چې ښه غالۍ اوبدونكى دى، له تېرو دوو كلونو يې دغه صنعت ته شاه كړې او په مزارشريف ښار كې يې د بنجارې هټۍ جوړه كړې ده.
نوموړي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې يواځې دى نه، د ده د كورنۍ پنځه نور غړي هم د غالۍ اوبدنې په برخه كې ښه لاس لري.
د هغه په وينا، دوى د طالبانو پر مهال د پېښور په حاجي كمپ سيمه كې ژوند كاوه او د غالۍ اوبدنې له لارې يې خپلې اقتصادي ستونزې ښې حل كولې.
نوموړي زياته كړه، چې هلته به غالۍ د متر له مخې اوبدل كېدې، چې د يو متر په بدل كې به يې نږدې ۶زره پاكستانۍ روپۍ ترلاسه كولې.
قربان علي وويل: ((دلته د متر نه بلكې د ورځني مزدوري په توګه كار كېږي، چې د يوې ورځې كار به بدل كې زيات نه زيات ۱۰۰ افغانۍ وركول كېږي، چې د ژوند لپاره كفايت نه كوي.))
يو شمېر غالۍ اوبدونكي وايي، چې په هېواد كې د غالۍ اوبدنې د توليد چارې هغسې نه دي روانې لكه څنګه چې په ګاونډيو هېوادونو كې دي.
د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونكي نورالله پژواك ته وويل، چې كه چېرې د غاليو سوداګر په پوره توګه د غالۍ خام مواد غالۍ اوبدونكو ته وسپاري او د غالۍ جوړېدنې په پاى كې د متر پر سر پيسې وركړي، نو دواړو خواوو ته به يې ګټه وي.
نوموړي زياته كړه: ((غالۍ د زړه په زور اوبدل كېږي، كه چېرې يې كاركوونكى خوشاله ونه ساتل شي، نو دغه صنعت به ورځ تر بلې خراب شي.))
د هغه په وينا، يو وخت چې په شمال كې د قالينو توليد ډېر و، نو نور كار به نه و، خلك مجبور وو، چې د همدې صنعت له لارې پيسې وګټي او ژوند روان كړي.
د شمال د غاليو د سوداګرو ټولنې مشر بېكزاده وويل، چې سوداګر هم ګرم نه دى؛ ځكه چې دولت د نورو هېوادونو په څېر د غاليو د صادراتو منظمې لارې چارې نه لري او نه هم د سوداګر د تشويق لپاره كوم عمل ترسره كوي.
نوموړي زياته كړه، چې په ګاونډيو هېوادونو كې هغه سوداګر، چې ډېرې غالۍ توليد كړي، نو د دولت له خوا ورسره مالي مرسته كېږي، تر څو يې سوداګرۍ لا پسې وده وكړي.
همداراز ګاونډي هېوادونه، له نورو هېوادونو سره د غاليو د صادراتو منظم پروتوكلونه لري، چې له لارې يې دغه صنعت، چې ډېر د افغانانو له خوا پر مخ ځي د هماغه هېواد په ګټه وده كوي.
خو د هغه په وينا، لا هم افغانستان له هېڅ هېواد سره د غاليو په برخه كې د صادراتو او وارداتو كوم پروتوكول نه دى كړى.
بېكزاده وويل، چې د همدې ستونزو له امله په شمال كې د تېرو كلونو په پرتله د غاليو د توليد كچه پنځه برابره ټيټه شوې ده.
نوموړي زياته كړه، چې درې كاله مخكې په شمال كې په كال كې يو ميليون او ۵۸۶زره متره مربع غالۍ توليدېدې، په داسې حال كې چې په ۱۳۹۰لمريز كې څه كم درې لكه متره مربع غالۍ توليد شوې دي.
د هغه په وينا، درې كاله مخكي د غاليو كلني توليدات يو ميليون او ۵۸۶زره متره مربع و، چې په تېر ۱۳۹۰ کال كې درې لكه متره مربع غالۍ په ټول شمال كې توليد شوې دي.
دولتي چارواكي كه څه هم د سوداګرو او غالۍ اوبدونكو ستونزې تاييدوي، خو وايي چې له تېر كال را په دېخوا دولت په شمال كې د غاليو د صنعت د ودې په موخه يو لړ هڅې روانې كړې دي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست رييس محمدحسن مستقيم پژواك ته وويل، چې تېر كال په مزارشريف كې د غاليو د طرحې او ډيزاين يو مركز پرانيستل شو، چې په هرو درېيو مياشتو كې ۴۵ كسان د دغه هنر په برخه كې روزي.
نوموړي زياته كړه، دغه راز د امريكا متحده ايالاتو په مالي مرسته د غاليو يو ستره فابريكه د جوړېدو په حال كې ده، چې په كې به د غاليو مينځل، ټكان وركول، بياتي كول او داسې نورې چارې ترسره کېږي.
د هغه په وينا، دغه راز غالۍ اوبدونكو ته ښارګوټۍ په نظر كې نيول شوى، چې په روان كال كې به يې چارې پيل شي او نومرې به يې ووېشل شي.
د سوداګرۍ او صنايعو رييس وويل، چې دغه چارې به سوداګرو ته غالۍ د توليد په برخه كې خورا اسانتياوې برابرې كړي، چې په اوبدونكو به يې هم ښه اغېز وي، چې له لارې به دغه هنر يو ځل بيا د شماليوالو تر كورونو ورسېږي.
د يادونې ده، چې دوه مياشتې مخکې په کابل کې د سوداګرو او صنعتکارانو اتحاديې هم ويلي وو، چې د غاليو په توليد او صادراتو کې ٧٥ سلنه کموالى راغلى دى.
د دې اتحاديې رييس محمد هادي حسيني ويلي وو، چې په ١٣٨٤ لمريز کال ١،٦ ميليونه متر مربع غالۍ توليدېدې، خو په ١٣٨٩ کال کې له پورته شمېرې څخه ٣٨٣ زره مربع متره کم شوى دى.
دغه شکايتونه په داسې حال کې کېږي، چې په ١٣٨٩ لمريز کې د افغان ملي بانک پخواني مشر خان افضل هډه وال ويلي وو، چې دغه بانک د اسلامي بانکدارۍ په چوکاټ کې د غاليو له صنعت سره د ٣٠ ميليونه ډالرو مرسته کوي.
صادراتو ته د پراختيا ورکولو د ادارې د معلوماتو له مخې، په ١٣٨٧ لمريز کال کې د نږدې ١٥٠ميليونه ډالرو په ارزښت او په ١٣٨٨ لمريز کال کې د ٦٧ ميليونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې او دغه کچه اوس نوره هم ټيټه شوې ده.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن